لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بازار کې د تېلو بېعې کمې شوي دي


د غونډې وروستو وئيل شوي چې د جنورۍ د مياشتې پېداواري کچې ته راوستو د پرېکړې دپاره دوې ته نور وخت پکار دی .
د غونډې وروستو وئيل شوي چې د جنورۍ د مياشتې پېداواري کچې ته راوستو د پرېکړې دپاره دوې ته نور وخت پکار دی .

د ګل په ورځ د تېلو پېداکوؤنکي غټ ملکونه په بازار کې د ثبات ساتلو دپاره د توليدؤنکې کچې منجمد کولو (په ځاې ساتلو) په خبره نه دي صلاح شوي . او د تېلو بيعې کمې شوي دي .

د ګل په ورځ د برينټ خام تېلو او امريکې د خام تېلو بيعې پينځه فيصده کمې شوي دي .

د اتوار په ورځ د تېلو توليدؤنکو ملکونو تنظيم (اوپيک) او نورو ملکونو ۱۸ وزيرانو په قطر کې ليدلي دي . او د غونډې وروستو يې وئيلي چې د جنورۍ د مياشتې پېداواري کچې ته راوستو د پرېکړې دپاره ورته نور وخت پکار دی .

په کال ۲۰۱۴م کې د تېلو د يو بېرل بيعه د ۱۰۰ ډالرو نه سېوا وه او دا وخت د تېلو د يو بېرل بيعه ۴۰ ډالره ته راښکته شوې ده .

د تېلو د بيعو کمېدو له سببه تېل بهر لېږونکو ملکونو ته په اربونو ډالره زيان اوړېدلی دی . او په تېلو اډاڼه لرونکي کمزوري معيشيتونه اغېزمن شوي دي .

د تېلو د پېداواري کچ منجمد کولو يا په ځاې ساتلو مخالف ملک ايران په دغه غونډه کې ګډون نه دی کړی .

د لويديځ لخوا د بنديزونو لرې کېدو وروستو نړۍ د ايران نه تېل اخستلی شي او ايران هم دې ته اړتيا لري . ايران سره د جوهري تړون کېدو نه پس بندېزونه پورته کړی شوي وو .

د سعودي عرب چاراکو وئيلي چې ايران د توليدي کچ په ځاې ساتلو مخالفت کوي نو سعودي يې هم ملاتړ نه شي کولی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG