لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاناما ليکس دمعاملې پلټنو لپاره به کميشن زر جوړ شي،نوازشريف

 برطانيه کې دطبي معائنې کولو څخه وروستو اسلام اباد ته دستنيدو څخه دمخه لندن کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په ډاګه کړې چې دپاناما ليکس په اړه دجوړيدونکي کميشن لړ کې چا،چا سره رابطه شوې ده.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي دپاناما ليکس پلټنې پکار دي اؤ دې لړ کې به ډير زر عدالتي کميشن جوړ کړى شي.

څو ورځې دمخه دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

دغو شخصياتو کې ديوکرين صدر پټرو پوروشنکو، دروسي صدر ولاديمير پيوټن ملګري، دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون رشته دار اؤ دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دکورنۍ دغړو نومونه هم شامل دي

پاناما ليکس کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دکورنۍ دنوم دراتللو په معامله دپاکستان قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشرانو هم په حکومت سختې نيوکې کړي وې اؤ ددغه معاملې دکوټلو پلټنو غوښتنه يې کړې وه.

وزيراعظم نوازشريف ددغه معاملې دپلټنو لپاره په يو پخواني جج دمشتمل يو کسيز کميشن دجوړولو اعلان کړى ؤ خو مخالفو ډلو پيپلز پارټۍ اؤ تحريک انصاف دوزيراعظم دغه وړانديز شوى کميشن رد کړى دى.

برطانيه کې دطبي معائنې کولو څخه وروستو اسلام اباد ته دستنيدو څخه دمخه لندن کې ميډيا سره خبرو کې نوازشريف وويل دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په ډاګه کړې چې دپاناما ليکس په اړه دجوړيدونکي کميشن لړ کې چا،چا سره رابطه شوې ده.

په اپوزيشن ګوند تحريک انصاف دنيوکې کولو په ترڅ کې نوازشريف وويل دپاکستان اولس ددهرنو سياست نۀ غواړي.

په ظاهري توګه دتحريک انصاف د مشر عمران خان دنوم اخستو پرته وزيراعظم وويل ځينې سياستدانان لا دومره بالغه نۀ دي اؤ هغوي دهرې خبرې په اړه وائي چې نۀ يې مني،هغه وويل لمړى دعامو انتخاباتو نتيجې هم نۀ وې منل شوې

هغه وويل ټول په دې پوهيږي چې کله دپخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت راغلى نو دهغوي دکورنۍ کارخانې په حکومتي کنټرول کې اخستل شوې وې.

پاکستاني وزيراعظم وويل ګڼو خلکو ته لندن ته دهغه دراتللو پشا سازش ښکاريدو خو په حقيقت کې هغه دطبي معائنې لپاره دغلته ورغلى ؤ کومې چې مکمل شوي اؤ اوس هغه خپل هيواد ته ستنيږي.

نوازشريف وويل چې پاناما ليکس کې په هغه هيڅ رقم تورونه نۀ دي لګول شوي خو بيا به هم په دې کميشن جوړ کړى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG