لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ پينځه، هيلري څلورو رياستونو کې بريا ترلاسه کړې


د ريبلکن ګوند ډونلډټرمپ د نهې په ورځ د ګټې سره ۸۴۵ ډيليګېټس او هيلري کلنټن ۱۹۴۴ ډيليګېټس اخستو کې بريالۍ شوې ده .
د ريبلکن ګوند ډونلډټرمپ د نهې په ورځ د ګټې سره ۸۴۵ ډيليګېټس او هيلري کلنټن ۱۹۴۴ ډيليګېټس اخستو کې بريالۍ شوې ده .

د امريکايي مطبوعاتو ترمخه د ريپبلکن ګوند ډونلډټرمپ د نهې په ورځ ترسره شوؤ پرائيمري يا لمړو صدارتي انتخاباتو کې پينځه رياستونو کنکټيکټ، ډيلاوئير، ميري لېنډ، پنسلوينيا او روډائي لېنډ کې بريا ترلاسه کړې ده .

راپورونه وايي د ډيموکريټک ګوند هيلري کلنټن د ميري لېنډ، پنسلوينيا، کنيکټکټ او ډيلاويئر کې ګټلې او روډ ائي لېنډ کې هغې سيال برني سينډرز بريا ترلاسه کړې ده.

د ريبلکن ګوند ډونلډټرمپ د نهې په ورځ د ګټې سره ۸۴۵ ډيليګېټس، د ټېکساس سينېټر ټيډکروز ۵۵۹ او اوهائيو ګورنر جان کېسک ۱۴۸ ډيليګېټس ترلاسه کړي دي .

کروز او کېسک صلاح کړې چې په پاتې هغو رياستونو کې چې هلته لا انتخابات نه دي شوي دغلته به دوې دواړه ټرمپ ته يو کيږي چې هغه د جولائۍ په مياشت کې د ريپلکن د کنونش نه وړاندې د صدارتي کانديد نومول کېدو دپاره پوره ډيليګټس ترلاسه نه کړي . او د صدارتي کانديد نومول کېدو پرېکړه په په کنونش کې په راې شمارۍ وشي .

کروز وړاندې وئيلي ؤ چې د نهې په ورځ پينځه رياستونو کې انتخاباتو کې د ګټې امېد نه لري . ولې هغه خپلو پلويانو ته وئيلي د انډيانا او نيبراسکا په انتخاباتو کې د ګټې هيله لري چرته چې د مئي په ۱۰م پرائيمري انتخابات ټاکل شوي دي .

بل لورته د ډيموکريټک ګوند پخوانۍ خارجه وزير هيلري کلنټن په اړه وئيل کيږي هغه به په ډيلاويئر، ميري لېنډ، پنسلوينيا او کنکټيکټ کې ګټه ترلاسه کړي . او په روډ ائي لېنډ کې د ورمونټ د سينيټر برني سينډرز د ګټې هيله کيږي .

هيلري کلنټن د نهې په ورځ ۱۹۴۴ ډيليګېټس ته رسېدلې ده . د ډيموکريټک د صدارتي کانديد نومول کېدو دپاره هغې ته پکار ده چې ۲۳۸۲ ډيليګېټس ترلاسه کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG