د امريکې سېنېټ د نهې په ورځ يو قانون تصويب کړی د کوم لاندې به چې امريکا کې په ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ کې شوؤ ترهګر بريدونو کې د وژل شوؤ خلکو خپل خپلوان د سعودي عرب په حکومت د مقدمې کولو دعوه وکړی شي . په دغو بريدونو کې خواؤشا ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو .
سعودي عرب په امريکا کې شوي کوم ترهګر بريد کې لاس لرل رد کړي دي . ولې د ۱۱/۹ په بريدونو کې د الوتکو تښتوؤنکو په ۱۹کسانو کې د ۱۵ پېژندګلو د سعودي عرب د وګړو په توګه شوې وه . دغو کسانو په واشنګټن او نيويارک د حملو دپاره د مسافرو څلور الوتکې تښتولې وې .
په سېنېټ کې چې د قانون تصويب کېدو دپاره د غږ د لارې رايې ورکړی شوې دا به متاثره کورنو ته دا حق ورکړي چې په دغه بريد کې د سعودي عرب په کوم کردار د هرجانې دعوه وکړی شي .
بل لور ته سعودي عرب دړکه ورکړې ده که چرته دغه ګام قانون جوړيږي نو د امريکې د معيشيت نه به په اربونو ډالره بيرته اوباسي .
دا قانون به د امريکې د استازو د اېوان نه تصويب کيږي او د هغې وروستو به يې صدر باراک اوباما لاسليک کوي .
صدر اوباما دړکه ورکړې ده که د استازو اېوان دا قانون تصويبوي نو هغه به يې ويټو کړي . نوموړي ويلي د دې ګام سره بهر ملکونو کې امريکايان د قانوني ستونزو سره مخ کېدی شي .
سېنېټ کې د قانون تصويب کېدو وروستو د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي " هم د دغه اندېښنې مونږ هيله کوله، دا به ګرانه وي چې صدر اوباما دا قانون لاسليک کړي" .