لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا صوبې ځيني برخو کې د سکولو د کتابونو کمې


نوشیروان قلندر او رياض حسین -

دپاکستان خیبر پښتونخوا صوبه کښې دنوي تعلیمي کال نزدې دوه میاشتو تیریدو باوجود دپرائمري سکولونو د ځينو کلاسونو ماشومانو ته نصابي کتابونه میلاو شوي لا نه دي ـ

د محکمه تعلیم چارواکو ډیوه ریډیوته منلې چې سکولونوته په وخت کتابونو رسولو کې تاخیر شوې خو وايي اوس ېی دغه کمې پوره کړېدی ـ خو د پرائمري سکولونو دماشومانو پلارانو او ځينو استازانو ډیوه ریډیو ته وېلي دي د دویم ، دریم او پنځم کلاسونو ځنې کتابونه لا ماشومانو ته نه دي میلاو شوې او په مجموعي توگه اوس هم سکولونو کې د لسو نه تر دولس فیصده پورې طالب علمانو سره پوره کتابونه نشته ـ

دطالب علمانو میندې او پلاران وايي د گرمۍ رخصتو کې څو ورځې پاتې دي او بچو ته ېي کتابونو نه میلاویدو په وجه اندیښنه ده چې سبقونو کې به وروستو پاتې شي ـ

خیبرپښتونخوا کې تحریک انصاف د حکومت جوړیدو په وخت صوبه کې دتعلیمي ایمرجنسۍ اعلان کړې ؤ – خو د صوبې مخالفه ډلې د عمران خان په گوند نیوکې کوي او وايي چې حکومت ېي د سرکاري پیسو لگولو صلاحیت نه لري ـ د دوي حکومت تیر دوه کاله کې د ترقیاتي بجټ خرچ کولو هدف تر لاسه کولو کې پاتې راغلي دی او د روان کال نهه میاشتو کښې ېي د ترقیاتي بجټ یواځې ٢٧ فیصده برخه استعمال کې راوستې ده ـ

مطبوعاتوکې خپورشوې د صوبايي خزانې د یو رپورټ تر مخه د روان مالي کال تعليمي بجټ په 15.9 اربه روپو کې یواځې 4.8 اربه روپۍ خرچ کړې شويدي ـ

د صوبايي خزانې شمیرې ترمخه دکلیز ترقیاتي بجټ 174.9 اربه روپو بجټ کښې محکمې حکومت ته په تیرو نهه میاشتو کې 84.3 اربه روپۍ جاري کړيدي خو دتحریک انصاف حکومت صرف په دې کې 48.6 اربه روپۍ خرچ کړيدي ـ

د صوبې حکومت وايي دوي به راتلونکو درې میاشتو کې باقي بجټ خرچ کړي خو د حکومت مخالفه ډلې وايي اولس ته دروغ ویل کیږي ـ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG