لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت دا ځل په افغانستان کې تر سعودي‌ هم یوه ورځ مخکې اختر اعلان کړ


واشنګټن ــــ په افغانستان کې واکمنو طالبانو اعلان وکړ چې د مې میاشتې لومړۍ نېټه به یې په هېواد کې د اختر لومړۍ ورځ وي. تر دې مخکې سعودي عرب اعلان وکړ چې د یکشنبې- اتوار ورځ به یې وروستۍ روژه وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنې- خالي په ماخوستن د افغانستان پر وخت شاوخوا لس نیمې بجې پر ټویټر د کوچني اختر اعلان وکړ. مجاهد لیکلي:

"د اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او د میاشتې د کمیټې مشر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم صاحب لخوا اعلان وشو چې سبا په ټول هېواد کې د کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ ده".

مجاهد پر ټویټر له دې اعلان سره د «میاشتې د کمېټۍ» د مشر هغه عکس هم خپور کړی چې د میاشتې لیدو اعلان کوي او یو څنګ ته یې د پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور او بل څنګ ته یې یو بل طالب چارواکی ناست دی، خو دا یې نه دي ویلي چې د میاشتو لیدو شواهد یې د افغانستان له کومو سیمو تر لاسه کړي دي.

بل لور ته د سعودي‌ حکومت اعلان کړی چې د کوچني میاشت یې نه ده لیدلې او د مې میاشتې لومړۍ نېټه به یې د روژې وروستۍ ورځ وي.

د سعودي سرکاري خبري ایجنسۍ ایس پي اې پر خپله ټویټر پاڼه د سعودي‌ سپریم کورټ له خوا لیکلي چې کوچنی اختر به یې د مې پر دویمه یعنې د ګل- دوشنبې په ورځ وي.

له سعودي‌ سره سره عرب اماراتو، قطر، عراق، کویت،‌ بحرین، فلسطین، شام، یمن، لبنان، مصر، سوډان او ترکي هم اعلان کړی چې د مې پر دویمه به یې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

په پاکستان کې اکثره هر کال روژه تر سعودي عرب او ډېرو اسلامي‌ هېوادونو یوه ورځ وروسته وي خو اختر یې هم کله تر دوی وروسته او کله ورسره په یوه ورځ وي. د پاکستان رویت هلال کمېټۍ سبا د یکشنبې- اتوار په ورځ د میاشتې کتلو اعلان کړی دی.

په سعودي عرب، افغانستان او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د اپرېل پر دویمه لومړۍ روژه وه، خو د مې لومړۍ به د سعودي‌ په ګډون د منځني ختیځ د هېوادونو 30 روژه وي خو افغانستان د 29 روژو په نیولو سره اختر اعلان کړ.

په تېرو اوږدو کلونو کې شاید دا لومړی ځل وي چې افغانستان تر سعودي عرب یوه ورځ مخکې اختر اعلان کړ.

روژه او اختر له هجري قمري کال سره سم کېږي خو د دې کال ځینې میاشتې د دېرشو او ځینې د 29 ورځو وي او تر عیسوي کال یې په کال کې لس ورځې کمې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG