لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کيليفورنيا کې دټرمپ دپلويانو او مخالفينو ترمينځ نښته


 سان ډياګو کې کنونشن سنټر کې ټرمپ خپلو پلويانو ته وينا کوله چې په دغه مهال دهغه خواوشا زر مخالفين دسنټر څخه بهر راټول شول او دټرمپ په ضد يې نعرې پيل کړې.
سان ډياګو کې کنونشن سنټر کې ټرمپ خپلو پلويانو ته وينا کوله چې په دغه مهال دهغه خواوشا زر مخالفين دسنټر څخه بهر راټول شول او دټرمپ په ضد يې نعرې پيل کړې.

دامريکا دکيليفورنيا رياست په سان ډياګو ښار کې دريپبلکن ګونددصدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ دپلويانو او مخالفينو ترمينځ نښته شوې ده.

سان ډياګو کې کنونشن سنټر کې ټرمپ خپلو پلويانو ته وينا کوله چې په دغه مهال دهغه خواوشا زر مخالفين دسنټر څخه بهر راټول شول او دټرمپ په ضد يې نعرې پيل کړې.

دميکسيکو دپولې څخه د٢٤ کلو ميټره په فاصله موقعيت لرونکي دغه ښار کې مظاهره کوونکو دامريکا او ميکسيکو بيرغونه پورته کړي وو.

پوليسو درې کسان نيولي چې پکې هاغه دوه کسان هم شامل دي کومو چې دپوليسو او مظاهرينو دبيل ساتلو لپاره دلګول شوي خنډڅخه داوښتو هڅه کړې.

دنيول کيدو څخه وروستو مظاهرين وپاريدل او په پوليسو يې دپلاسټک په خالي بوتلو سره ګزارونه وکړل.

له دې وړاندې دجمعې په ورځ مينځني ښار فرنسو کې هم دټرمپ دوينا په مهال دهغه مخالفينو مظاهره کړې وه.

دکنونشن هال څخه بهر په لسګونو پوليس عسکر ځايې پځايې کړل شوي دي.

دسان ډياګو يو احتجاج کوونکي مارتها ميک فيل ميډيا سره خبرو کې ويلي هغوي دډونلډ ټرمپ دنفرت څخه دډکې، کرکې، نسل پرستۍ دژبې او دهغه دکبر او عدم برداشت مخالف دي.

خو دټرمپ پلوي هان سين بيا ويلي زمونږ پلار به تل ويل چې مونږ ته يو تاجر ولسمشر پکار دى، مونږ دهغه تګلارې خوښوؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG