لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: طالبانو سره نښتو کې ۵۷ پوليس وژل شوي


وسله والو مخالفينو د تېرو درېو ورځو راهسې د هلمند په نادعلي، ګرشک او مارجې ضلعو کې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو پراخه بريدونه کړي دي
وسله والو مخالفينو د تېرو درېو ورځو راهسې د هلمند په نادعلي، ګرشک او مارجې ضلعو کې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو پراخه بريدونه کړي دي

د افغانستان د هلمند صوبې امنيتي چارواکو ويلي په دغه صوبه کې جګړې زور اخستی او په تېرو دوه ورځو کې د طالبانو سره نښتو کې ۵۷ پوليس وژل شوي او ۳۷ ژوبل شوي دي .

افغان خبري ادارې پژواک د ګل په ورځ د يو پوليس چارواکي جنرال عصمت الله دولتزي له خلی پخلی کړی چې د هلمند په دوه ضلعو کې نښتو کې ۵۷ پوليس وژل شوي او ۳۷ نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي وسله والو مخالفينو د تېرو درېو ورځو راهسې د هلمند په نادعلي، ګرشک او مارجې ضلعو کې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو پراخه بريدونه کړي دي او جګړه اوس لښکر ګاه پورې رسېدلې ده .

چارواکو ويلي په دغو نښتو کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوختې خو کره شمېره يې نه ده معلومه .

امنيتي چارواکو ويلي لښکرګاه کې تېره ټوله شپه جګړه روانه وه او وسله والو د مارجې سره مېلاويدونکي سړک باندې څلور پوستې قبضه کړي دي .

چارواکي وايي دا وخت هم په لښکرګاه کې توده جګړه روانه ده .

امنيتي چارواکو ويلي د طالبانو په شا تمبولو دپاره عمليات دوام لري او امنيتي ځواکونو مخالفينو ته لوې زيان اړولی دی .

هلمند د افغانستان تر ټولو غټه صوبه ده کومه چې د کوکنارو د توليد دپاره هم مشهوره ده .

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت ويلي چې هلمند صوبه کې وسله وال مخالفين فعاليت لري خو دومره هم نه دي چې د امنيت دپاره داندېښنې وړ دي .

د طالبانو د نوي مشر هېبت الله اخندزاده د مشرۍ نه پس د افغان حکومت مخالفه وسله والو خپل عمليات نور تُند کړي دي .

د افغان طالبانو مشر ملامنصور د مئي په ۲۱م نېټه د پاکستان بلوچستان صوبې په لرې پرته سيمه نوشکي کې بي پائيلټه امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ او ملاهيبت الله اخندزاده د هغه په ځاې د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی دی .

څيړونکي وايي د هيبت الله په مشرۍ به طالبان خپل عمليات تېزوي او د دې تاثر لرې کولو هڅه به کوي چې ګنې د هغوې د مشر وژل کېدو سره دوې کمزوري شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG