لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پوځیانو په بد سلوکۍ پیښور کې افغان قونصلګري تړل شوې


عبدالله پویان

په پيښور کې د افغانستان د قونصلګرۍ سرچینو د نهې په ورځ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي افغان چارواکو د پاکستاني پوځیانو لخوا په بد وضعیت د احتجاج په ډول خپله قونصلګري تړلې ده .

سرچینې وایي په پیښور کې د افغانستان قونصل جنرال عبدالله پویان د قونصلګرۍ ترڅنګ پخپل ګاډي‌ کې تیریدو چې پوځیانو د هغه ګاډي په پوسته ودرولو.

دغه سرچینې دعوه کوي چې لوړپوړي افغان سفارتکار پاکستاني پوځیانو سره خپله پیژندګلو هم وکړه خو هغوئ‌ ورسره له سپکاوي ډک سلوک وکړو اؤ‌ په پوسته یې د ګاډي د تیرولو اجازه ورنکړه.

سرچینې زیاتوي د سپکاوي په دغه عمل افغان ډپلوماټان سخت خفه شول اؤ داحتجاج په ډول یې افغان قونصلګري‌ تر نامعلومې مودې وتړله

د سرچینو په وینا افغان چارواکو پاکستاني پوځي‌ اؤ‌ حکومتي مقاماتو ته یې خبر ورکړی چې نور هغوئ د توهین نه په دغسې ډکو شیبو کې خپلې سفارتي دندې په مخکې نه شي وړلی اؤ تر هغې به یې قونصلګري بنده وي تر څو چې یې ډپلوماټانو سره ته د هغوئ دشان مطابق د درناوي کولو باور نه وي ورکړی شوی.

بل لوري ته د پاکستان پوځي‌ سرچینو د افغان چارواکو لخوا لګول شوي‌ دبدسلوکۍ تورونه رد کړي اؤ وئیلي یې دي چې په امنیتي‌ پوسته د هغوئ‌ د ګاډي‌ څخه یوازې د خپلې پیژندګلۍ کولو غوښتنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سر دسبا څخه د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله تورخم هم پرته د سفري کاغذونو پاکستان ته د افغان وګړو په راتګ بندیز لګي

XS
SM
MD
LG