لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان بې پاسپورټه افغانانو دپاره د تورخم دروازه تړلې ده
تازه خبر

پاکستان بې پاسپورټه افغانانو دپاره د تورخم دروازه تړلې ده


د پولې دواړو غاړو ته هغه په زرګونو افغانان بند پاتي شوي دي چې د سفرکاغذونه نه لري
د پولې دواړو غاړو ته هغه په زرګونو افغانان بند پاتي شوي دي چې د سفرکاغذونه نه لري

د شورو په ورځ‌ پاکستان د افغانستان سره خپله لګیدلې پوله دتورخم په مقام د هاغو افغانانو دپاره تړلې ده چې پاکستان ته د ننوتلو دپاره ویزه اؤ پاسپورټ نه لري.

د پاکستاني چارواکو په دغه پریکړه د پولې دواړو غاړو ته پرتو پښتنو سختې نیوکې کړي اؤ وایي دپاکستان لخوا دغسې ګامونه به د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاؤ تریخوالي اؤ اقتصادي‌ زیانونو پرته هیڅ ګټه ونه لري.

د بې ویزې اؤ بې پاسپورټه افغانانو په مخ د تورخم دروازې تړلو څخه وړاندې په تورخم پاکستاني عسکرو دلا ؤډ سپيکرو له لارې اعلانونه کړي وؤ چې هیچاته به دپولې پورې غاړې څخه دقانوني ويزې څخه پرته پاکستان ته داوړيدو اجازه نه وي.
په لاوډسپيکرو شوو دغو اعلانانو کې ويل شوي دپاکستان سرحدي ځواکونه او دايميګريشن عمله به پاکستان ته دتورخم په پوله دداخليدونکي هر افغان وګړي سفري دستاويزات او دراهدارۍ پاسونه ګوري.
دکاغذونو پرته د افغانانو په مخ د تورخم دروازې تړل کیدو سره سم په پاک افغان پوله سخت امنيتي تدابير نيول شوي او دتورخم په بيلا بيلو مقاماتو پاکستان ته دخلکو دغيرقانوني تګ راتګ دمخنيوي لپاره اضافي عسکر هم ځايې پځايې کړل شوي دي.

دسیمې څخه عیني شاهدانو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي ددغه اقدام سره د شورو په ورځ د تورخم د دروازې دواړو غاړو ته په زرګونو افغان وګړي بند پاتي شوي چې زیات شمیر زنانه ، ماشومان اؤ سپین ږیري پکې هم شامل دي.

پاکستاني چارواکي وايی په تورخم پوله یې د سفري کاغذونو لازمي کولو ګام ځکه اخستی ترڅو په ممکنه ډول ترهګر د عامو افغانانو په جامه کې پاکستان خاورې ته دننه نه شي .

له دې وړاندې افغان چارواکو د پاکستان څخه غوښتنه کړې وه چې باید د روژې میاشت کې افغانانو سره د سفري اسنادو په لړ کې رعایت وکړي خو پاکستاني چارواکو د افغانستان دغه غوښتنه نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې فعاله خبریال ښاغلی فخر کاکاخیل وایي د پاکستاني چارواکو لخوا د تورخم د دروازې تړلو علت دا ښودل کیږي چې کله په پيښور کې په ارمي پبلک سکول اؤ چارسده کې په باچاخان پوهنتون ترهګریز بریدونه وشول نو د پلټنو څخه معلومه شوه چې دغه ترهګر د افغانستان څخه پيښور ته را اوښتي وؤ.

فخر کاکاخیل وایي د پاکستان په امنیتي ځواکونو هم سوالونه کیدل چې هرکله ستاسو په پوله ترهګر را اوړي نو تاسو یې نیسئ ولې نه ؟ اؤ په مستقبل کې ددغسې پړې نه د ځان بچ کولو په خاطر چارواکو په پوله سفري اسناد ضروري ګرځولي دي.

خو فخر کاکاخیل بیا وایي چې ددغه پریکړې ډیرې بدې اغیزې هم په پاکستان اؤ خاصکر په پښتنو کیدی شي.

هغه وویل" د تورخم لاره دپښتنو د اقتصاد دپاره دملا دتیر حیثیت لري ځکه چې د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ څومره تجارت له دې لارې کیږي ، دومره د چمن یا نورو لارو نه کیږي "

هغه وویل د افغانستان په لکونو وګړي پاکستان کې کاروبارونه لري ، دلته د تعلیم اؤ صحت د اسانو ترلاسه کولو دپاره راځي اؤ حتي په پاکستان کې یې زمکې اخستي اؤ رشتې لري اوس به دغه ټول خلک ددې فیصلې سره اغیزمن کیږي.

د هغه په وینا "نن هم د تورخم د پولې پورې غاړه په زرګونو افغانانو چې زنانه ، ماشومان اؤ ناروغان پکې هم شامل وؤ ټوله ورځ‌ په سره ګرمۍ کې انتظار کولو چې کله به د تورخم په دروازه پرانستل کیږي اؤ هغوئ‌ ته به پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکړی کیږي "

د افغانستان یو تکړه خبریال ښاغلی جاوید احمد همیم هم د دروازې تړلو پریکړه د پښتنو اؤ افغانستان په ضد اقدام بولي اؤ وايي پاکستان غواړي ددغسې اقداماتو په اساس افغانستان د خپل فشار لاندې وساتي.

ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي همیم وویل "لومړى خو دا رسمي پوله نه ده، دا ډيورنډ کرښه ده، چې انګريزانو د پښتنو پر سينه تېره کړې ده، د پولې دواړو غاړو ته پښتانه او په ځانګړې توګه شينواري ، افريدي او مومند قبيلې مېيشت دي"

هغه وویل پاکستان له دې کار څخه غواړي پر افغان حکومت سياسي فشار واچوي ترڅو د تورخم په صفري نقطه کې نورې پوستې او تاسيسات جوړ کړي،

د هغه په وینا "د پاکستان دې کار سره که له يوې خوا افغانان متضرر کېږي، نو له بلې خوا د پولې هاغې غاړې پښتنو ته هم زيان رسيږي، همدا اوس د حيات اباد په رحمان او نارت ويسټ روغتونو او د ډبګري ګارډن ډاکټرانو ٨٠ سلنه نارغان افغانان وي"

د شورو په ورځ په سوشل میډیا هم د تورخم په پوله د سفري کاغذونو پرته د افغانانو په داخله د بندیز په پریکړه سختې نیوکې شوي اؤ حتي ځینو خلکو داسې پوښتنې هم راولاړې کړي چې که پاکستان په عامو پښتنو سفري اسناد لازمي کول غواړي نو بیا طالبانو ته ولې استثنی ورکوي اؤ ولې ورته د خپل ملک شناختي کارډونه اؤ پاسپورټونه جوړوي ؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG