دپاکستان دپنجاب صوبې په مظفر ګړهـ سيمه کې يو سيمه ييز عدالت دمذهب دسپکاوي په تور يو تن ته دمرګ سزا اورولې ده.
دميډيا راپورونه وايي نعمان چانډيا نومې تن دخپل ساتونکي مهرعلي په ضد دپوليسو تاڼه کې دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړې وه خو دپلټنو څخه ثابت شوې چې اصل کې نعمان چانډيا نومې تن په کال ٢٠١٣م کې دخپل ساتونکي مهرعلي دموبايل فون دنمبر څخه خپل شخصي نمبر ته دمذهب دسپکاوي پيغام ليږلى و دکوم اعتراف چې هغه پخپله کړى دى.
دضلعي پوليسو مشر اويس احمد ددغه پيښې په اړه دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره خبرو کې ويلي دي ددغه پيښې دپلټنو لپاره يې يوه ځانګړې ډله جوړه کړې وه.
دپنجاب په مظفر ګړهـ سيمه کې دايډيشنل ډسټرکټ سيشن عدالت دمذهب دسپکاوي په تور نعمان چانډيا ته دمرګ سزا اورولې ده.
تيره اوونۍ هم دپنجاب په مظفرګړهـ سيمه کې دمحمدکوټ پوليسو تاڼه کې ديو سرکاري سکول داستاذ په ضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې وه چې له دې وروستو دغه استاذ نيول شوى او پوليس دهغه په ضد دمذهب دسپکاوي دتورونو پلټنې کوي.
دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دعربۍ دغه استاذ په ١٤مه مئ وروستو له هغې نيول شوى و چې هغه سکول ته د نه راتللو له امله په شکمنه توګه دوه وروڼه وهلي وو.
ددغو دواړو وروڼو موروپلار دسکول مشر ته په دغه اړه شکايت کړى و او دسکول مشر اى ايف پي ته ويلي له پلټنو وروستو يې دغه استاذ معطل کړى.
خو دمقامي چارواکو په وينا څلور ورځې وروستو ددغو دواړو هلکانو موروپلار په استاذ دمذهب دسپکاوي دتورونو لګولو لپاره پوليسو ته مراجعه وکړه.
دسکول هيډماسټر قاضي محمد اجمل ويلي دهلکانو دموروپلار لمړي شکايت کې دمذهب دسپکاوي يادونه نه وه شوې، استاذ طالب علمان وهلي او له دې امله هغه معطل کړل شوى خو دمذهب دسپکاوي تورونه بې اساسه دي.
ددواړو هلکانو پلار محمد بلال چې دغه شکايت يې درج کړى ويلي استاذ به خپل طالب علمان اکثره وهل.
هغه ويلي” زما زوې ماته په ١٠مه مئ ويلي استاذ هغوي دمذهب دسپکاوي په يو عمل نه ترسره کولو وهلي، په دې مونږ غصه و او معامله مو راپورته کړه“
پاکستان او په ځانګړې توګه ددغه هيواد پنجاب صوبه کې اکثره مهال خلک دمذهب دسپکاوي په تور تورنولى شي او وروستو ورته عدالتونه دتندروه ډلو ددړکو له ويرې دمرګ سزاګانې اوروي.
دبشري حقونو نړيوالې ډلې دپاکستان د حکومت څخه دمذهب دسپکاوي موجوده قانون کې دبدلون غوښتنې کوي خو په ياده دې وي چې دپنجاب پخوانى ګورنر سلمان تاثير هم خپل يو ساتونکي ممتاز قادري دمذهب دسپکاوي قانون کې دبدلون په غوښتنه وژلى و.
ممتاز قادري دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير په سرکاري محافظانو کې شامل ؤ اؤ هغه سلمان تاثير دکال ٢٠١١ء دجنورۍ په مياشت کې اسلام اباد کې هاغه مهال وژلى ؤ کله چې سلمان تاثير ديو ريسټورنټ څخه راووتو اؤ خپل ګاډي کې کښيناستو.
دپنجاب دهاغه وخت ګورنر سلمان تاثير په کال ٢٠١٠ کې يوې عيسائي ښځې آسيه بي بي ته دمذهب دسپکاوي په يوه مقدمه کې دمرګ دسزا داورول کيدو څخه وروستو دهغې سره ليدنه کړې وه اؤ دمذب دسپکاوي په اړه موجوده قوانينو کې يې دبدلون په حق کې بيان ورکړى ؤ.
ممتاز قادري دنيول کيدو څخه وروستو پخپل اعترافي بيان کې وئيلي وؤ چې هغه سلمان تاثر له دې امله وژلى ؤ چې هغه درسالت دسپکاوي قانون ته تور قانون وئيلى ؤ اؤ دې کې يې دبدلون ملاتړ کړى ؤ.
داسلام اباد دترهه ګرۍ دمخنيوي يو عدالت کال ٢٠١١م کې ممتاز قادري ته دوه ځله دمرګ سزا اورولې وه اؤ وروستو سپريم کورټ هم دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت دغه فيصله برقراره ساتلې وه سږکال هغه دفرورۍ په مياشت کې تيزندي کړل شوى و.
له دې وړاندې دپنجاب دلاهور په رادهاکشن سيمه کې يوه عيسايي ښځه او خاوند دمذهب دسپکاوي په تور دښختو په هاغه بهټۍ کې سوځول شوي وو چې هغوي به پکې کار کولو او داقليتي چارو پخوانى وفاقي وزير شهباز بهټي هم دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوى و.