لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو  ۱۷مسافر تښتولي دي


ځايي مشرانو د دغو کسانو د راخوشي کولو دپاره خبرې پېل کړي دي .
ځايي مشرانو د دغو کسانو د راخوشي کولو دپاره خبرې پېل کړي دي .

افغان چارواکو ويلي د شورو په ورځ سرپل صوبه کې طالبانو ۱۷ مسافر د ګاډو نه کوز کړي او تښتولي دي .

د سرپل صوبې د ګورنر وياند ذبي الله اماني وئيلي د بلخاب ضلعې سره تعلق لرونکي مسافر چې د سرپل مرکز ته په لار ؤ طالبانو تښتولي دي .

نوموړي ويلي ځايي مشرانو د دغو کسانو د راخوشي کولو دپاره خبرې پېل کړي دي .

دوه ورځې وړاندې هم دغه ډول پېښه رامنځته شوې او طالبانو په کندوز کې ۲۰۰ مسافر تښتولي وو . په دغو تښول شوؤ کسانو کې وروستو څه راخوشي کړی شوي وو او ۱۷ پکې وژل شوي وو .

کندوز کې د خلکو د تښتونو او وژنو په ضد نن پلازمينه کابل کې په لسګونو خلکو مظاهره هم کړې ده . د استخباراتو د پخواني مشر امرالله صالح ګوند دا مظاهره راجوړه کړې او د طالبانو په ضد کې پکې نعرې وهل کېدې .

دغه مظاهره د صدارتي ماڼۍ د دوازې سره نزدې پښتونستان څلور لارې باندې پاې ته رسېدلې ده .

بل لور ته د پروان صوبې پوليس مشر ويلي څلور کسان په داسې حال کې وژل شوي چې د بغلان صوبې نه پروان ته روان ؤ . هغه ويلي په وژل شوؤ کې يوه ښځه ، يو سړی او دوه د هغوې ډرائيوران وو او دوې د ېوې غېردولتي ادارې کارمندان وو .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG