د امريکې د باکسنګ (سوک وهنې) اتل او پخوانی (هېوي ويټ چيمپيئن) محمدعلي د ۷۴ کالو په عمر کې په حق ورسېدو .
محمدعلي دوه ورځې وړاندې د ساه د تکليف له سببه د امريکې ايريزونا رياست فېنکس کې يو روغتون ته منتقل کړی شوی او نن د خالي په ورځ سحر يې د کورنۍ له طرفه يې د مړينې د خبر پخلی شوی دی .
محمدعلي د شلمې صدۍ لويې لوبغاړی ګرځول کيږي .
په کال ۱۹۴۲م کې د يو رنګ ساز په کور کې زېږېدلی کاسيئس کلې (محمدعلي) چې وړوکی ؤ ګاونډيانو يې سائيکل غلا کړی او هغه ته يې بدې ردې وئيلي ؤ او هغه بيا دغه هلکان ټکولي وو .
وئيل کيږي په هغه وخت د باکسنګ يو استاد په محمدعلي کې د سوک وهنې صلاحيت ليدلی ؤ .
ښاغلي په کال ۱۹۶۴م کې سوني لسټن ته ماتې ورکړې او په وړومبي ځل د نړيوال هيوي وېټ باکسنګ اتل جوړ شوی ؤ .
د وتلې امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د لوبو خبريال مائيک وائز وايي محمدعلي په خپلو سوکونو او الفاظو باندې تل په دې لوبه راج کړی دی .
وائز وايي چې " هغه وړومبی لوبغاړی او امريکايي ايتهليټ ؤ چې په لوبه کې به يې او خپله وينا ثابتوله او په اوسني وخت کې د هغه پشان څوک نشته" .
د نړيوال اعزاز ترلاسه کولو پس په دوېمه ورځ هغه اسلام قبول کړی او د هغې وروستو نړۍ د محمدعلي په نوم پېژندلی دی .
درې کاله وروستو هغه په پوځ کې د شاملېدو او خپلې مذهبي عقيدې په سر د انکار او بيا د ويتنام د جګړې په مخالفت کولو د بدنامۍ سره مخ شوی او په باکسنګ کولو پرې بندېز لګول شوی ؤ .
په کال ۱۹۷۰م کې سترې محکمې د هغه په ضد فېصله کالعدم وګرځوله .
لوبې ته بيرته د ستنېدو نه څو مياشتې پس د نوي نړيوال چيمپيئن جوفريزيئر سره مخامخ شوی او هغه محمدعلي ته ماتې ورکړ ې وه . دغې سيالۍ ته هم د پېړۍ غټه مقابله وئيل کيږي ځکه چې په دغه لوبه کې په ۱۴ پړاؤنو کې فېصله نه وه شوې او په ۱۵م پړاؤ کې فريزئير د لوبې ګټونکی وګرځول شو .
وروستو محمدعلي په يوه بله لوبه کې د خپلې ماتې بدله واخسته .
محمدعلي په کال ۱۹۷۴م او ۱۹۷۸م کې هم نړيوال هيوي وېټ اتل پاتې شوی ؤ .
نوموړي په کال ۱۹۸۱م کې د باکسنګ نه ريټائرډ شوی او د تېرو درېو لسيزو راهسې د (پارکنسسز) ناروغۍ سره مخ ؤ .
.
هغه د ناروغۍ باوجود هم په دستورو کې ګډون کولو ، ولې د تېرو څو کالو راهسې هغه د عامو خلکو ترمنځ په خبرو کولو نه ؤ ليدل شوی .
ډاکټرانو ويلي ؤ د محمدعلي د پارکنسنز مرض ښکار کېدو علت د باکسنګ په سيالو کې د هغه د سوکونو ګوازارونه خوړول وو .
ښاغلی په اخري ځل په کال ۲۰۱۵م کې د نمونيا د مرض نه په روغتون کې داخل شوی ؤ .
محمدعلي په روغتون کې د داخلېدو د خبر نه پس يو شمېر نوميالو کسانو د باکسنګ د پخواني اتل د روغ صحت دپاره پېغامونه ورلېږلي وو .