د وايس اف امريکا (وي او ای) د دوه خبريالانو په شمول درې ژورنالستانو د شورو په ورځ د ترکي په مديت سيمه کې د بمي چاؤدنې کورېج کولو او په دغه وخت کې پرې ځايې خلکو پرې بريد کړی دی .
د وي او ای د ترکي خبريال محمود بوارسلان په مديت کې د موټري بمي چاؤدنې ويډيو جوړوله چې د خلکو يوې ډلې ورته د کېمرې بندولو وويل . دغو کسانو په هغه د کاڼو ګوزارونه کړي او کېمره يې ترې ماته کړې ده . بوارسلان څو ځايه ژوبل شوی او روغتون ته وړل شوی دی .
د وي او ای کُرد څانګې خبرياله هېتس قمر هم د بمي چاؤدنې د ځاې کوريج کولو او هغه هم د خلکو يوې ډلې د فلم جوړولو نه منع کړې او ګوزارونه يې پرې کړي او سر يې ژوبل شوی دی .
قمر وروستو وي او ای ته ويلي حمله کوؤنکو په هغې تر ځمکې پرېوتو پورې ګوزارونه کول . او بوارسلان ويلي پوليس په دغه موجود وو ولې خبريالان يې د قهرژنې ګڼې څخه نه دي ژغورلي .
واشنګټن کې د ترکي سفارتخانې يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شر ط وي او ای ته ويلي چې " مديت کې پوليسو دخبريالانو د تحفظ دپاره هرڅه کړي دي څنګه چې دوې ته کول پکار وو د ترکي ځواکونو زمه وار ګامونه پورته کړي هوايي ډزې يې کړي او حمله کوؤنکي يې لرې کړي دي که چرته دوې زمه واري نه وی ترسره کړی زيات تاوان رامنځته کېدی شو او د ژورنالستانو په ژوبلېدو يې خفګان څرګند کړی دی " .
د وايس اف امريکا ډايريکټرې اماندا بينيټ په يو بيان کې په دغه بريد سختې نيوکې کړي دي .
بينيټ ويلي "د وايس اف امريکا په خبريالانو حملې د قبلولو نه دي، مونږ په خپلو خبريالانو د تشدد غندنه کوؤ او د ترکي د حکومت نه غوښتنه کوؤ چې په دغه پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راولي او په ترکي کې کارکوؤنکو خبريالانو ته تحفظ ورکړي او د ويرولو دا عمل به وي او ای د رښتياؤ د راپور ورکولو څخه منع نه کړی شي " .
د بريد علت نه دی مالوم شوی او نه کومې ډلې يې زمه واري منلې ده .
د کُردانو په اکثريتي جنوبي ختيځې صوبې ماردن په مديت علاقه کې د شورو په ورځ شوې چاؤدنه کې ۳۰ کسان ژوبل شوي وو .