دافغان ولسمشر اشرف غني دملي يو والي حکومت افغانستان کې دامريکايي پوځ دکردار دپراخولو دامريکايي پريکړې هرکلى کړى او ويلي يې دې دې سره به دترهه ګرۍ مخنيوي کې مرسته وشي.
دڅو مياشتو دصلاح مشورو څخه وروستو دامريکا ولسمشر براک اوباما افغانستان کې دامريکايي پوځ دپراخه کردار منظوري ورکړې وه چې مقصد يې دطالبانو سره مقابله کې دافغان پوځ مرسته کول دي.
ددغه پريکړې سره به دضرورت پيښيدو په صورت کې دطالبانو په ضد دفضايي بريدونو ترسره کولو په اړه دامريکايي پوځ واک نور هم وغځيږي.
صدارتي وياند شاه حسين مرتضوي په دغه اړه امريکا غږ ته ويلي دامريکايي پوځ کردار کې پراختيا افغانستان او سيمه کې دثبات په ګټه دى او زياته کړې يې ده دکابل او واشنګټن ترمينځ دوه اړخيزه امنيتي تړون ددغسې بدلونونو اجازه ورکوي.
کله چې هغه څخه وپوښتل شول چې ايا دغه پريکړه دافغان حکومت په خواست شوې نو وياند وويل دغه پريکړه مئ په نيمايي کې دپاکستان، افغانستان، چين اوامريکا درابطه ډلې دغونډې په مهال شوې وه،پاکستان ددې خبرې څخه انکار کړى چې ګنې دغه غونډه کې په طالبانو دبريدونو سيوا کولو پريکړه شوې وه.
دسيد ظفر هاشمي په نوم مرستيال صدارتي وياند هم ويلي چې” مونږ دامريکا له خوا دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې زمونږ دستراتيژيک شراکت دار په حصه دګامونو هرکلى کوؤ“
بل لوري ته دافغانستان ددفاع دوزارت وياند دولت وزير خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي” مونږ افغانستان کې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دپراخه امريکايي کردار داعلان هرکلى کوو“
هغه وويل دې خبرې ته اړتيا لري چې سيمه ييز عسکر په سازوسامان سمبال کړى شي، دهغه په وينا امريکايي مرستې سره به په ځمکه دهغوي دعملياتو کولوتوان سيوا شي.
بل لوري ته يو بيان کې افغان طالبانو افغانستان کې دامريکايي پوځ دکردار دغځولو دامريکايي پريکړې غندنه کړې او ويلي يې دي ددغه پريکړې سره به شخړه نوره هم اوږديږي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دغه اړه ويلي دغه پريکړه به نه خو دهغوي مخه ونيسي او نۀ به يې هم په شاتګ او دمزاحمت په پريښودو مجبور کړي.
طالب وياند ويلي دغه پريکړې سره يواځې امريکايي وسيلې ضائع کيږي او دجګړې په ميدان کې به ورسره نوره مرګ ژوبله اوړي.