لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورلېنډو بريد د ملک دننه انتهاپسندي ده، اوباما


ښاغلي صدر وويل قانون پلي کوؤنکي ځواکونه د بريد د پلټنو په اړه " لا په وړومبي پړاؤ کې دي" او مونږ به په دغې اړه نور ډېر مالومات رايوځاې کړو .
ښاغلي صدر وويل قانون پلي کوؤنکي ځواکونه د بريد د پلټنو په اړه " لا په وړومبي پړاؤ کې دي" او مونږ به په دغې اړه نور ډېر مالومات رايوځاې کړو .

د امريکې صدر باراک اوباما ويلي داسې کوم " څرګند شواهد نشته" چې د اورلېنډو د هم جنس پرستو په کلب باندې بريد کوؤنکي ته کومې بهرنۍ ترهګرې ډلې لاښوونه کوله .

صدر اوباما د ګل په ورځ سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل " داسې ښکاري چې بريدګر د انټرنېټ د لارې د انتهاپسندۍ مالومات ترلاسه کړي دي " .

هغه وويل دغه مشکوک بريدګر ۲۹ کلن عمرصديق متين چې پلار مور يې افغانان دي او هغه په امريکا کې پېدا شوی، دا بريد " په ملک کې دننه يو ډول د انتهاپسندۍ پېښه ده د کومې په اړه چې مونږ د اوږدې مودې نه اندېښنه لرو" .

ولې صدر وويل " داسې ښکاري چې هغه په وروستي شېبه کې په اېمرجنسي نمبر زنګ وواهه او د دغه لارې يې داعش سره د بېعت اعلان کړی دی " .

ښاغلي صدر وويل قانون پلي کوؤنکي ځواکونه د بريد د پلټنو په اړه " لا په وړومبي پړاؤ کې دي" او مونږ به په دغې اړه نور ډېر مالومات رايوځاې کړو .

د امريکا د مرکزي تحقيقاتي ادارې ( اېف بي ائي) مشر جېمز کومي ويلي " مونږ د بريدګرټول ژوند او د هغه کارول شوي انټرنېټ ته کتنه کوؤ "

د امريکې د فلورېډا رياست په اورلېنډو ښا رکې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې عمرمتين نومې کس د هم جنس پرستو يو نائټ کلب ته ننوتلی ناتاره ډزې يې کړي ۴۹ کسان يې پکې وژلي او ۵۳ يې ژوبل کړي دي .

متين وروستو د پوليس په ډزو کې وژل شوی ؤ .

پوليس ويلي حمله کوؤنکي په بريد کې لاسي بم او اټومېټک وسله کارولې ده .

اورلېنډو کې په نائټ کلب شوی بريد ته د امريکا په تاريخ کې د د حملې نه وروستو تر ټولو خونړی ويل کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG