لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس:دپوليس افسر او ښځې دوژلو پړه داعش په غاړه اخستې


پوليسو دپيښې دځايې څخه يو درې کلن هلک ژغورلى دى.
پوليسو دپيښې دځايې څخه يو درې کلن هلک ژغورلى دى.

دفرانسيسي چارواکو ترمخه دګل په شپه يو پوليس افسر او يوه ښځه دچاقو په وار سره وژل شوي دي.

پوليسو دپيښې دځايې څخه يو درې کلن هلک ژغورلى دى.

٤٢ کلن پوليس کمانډر دپيرس څخه ٥٥ کلو ميټره لويديز کې مينوويلا ښار کې دهغه دکور څخه بهر وژلى او وروستو بريدکوونکى کورته ورننوتلى او دپوليس افسر ملګرې يې وژلې.

دفرانس دکورنو چارو دوزارت وياند پيري هنري پرانت ميډيا سره خبرو کې ويلي دا لويې زيان دى.

هغه وويل دپوليسو دا افسر يو تن وژلى او مونږ ته ديوې ښځې مړى هم ترلاسه شوى،بريدکوونکى جرايم پيشه تن وژل شوى دى،شکر دى يو وړوکى هلک ژغورل شوى، هغه کور کې موجودو،هغه اوس بيخي روغ رمټ دى

دداعش خبري ادارې اعماق ددغه بريد پړه په غاړه اخستې خو دداعش له لوري په باضابطه توګه ددې خبرې اعلان نه دى شوى چې دبريدکوونکي تعلق دهغوي دډلې سره دى.

دنهې په ورځ سحر مهال صدارتي محل کې دلوړپوړو مشرانو يوه غونډه کې دفرانس ولسمشر فرانسوا اولاند ددغه پيښې سخته غندنه کړې ده.

هغه ژمنه کړې چې ددغه افسوس ناکې پيښې ټول اړخونه به رابرڅيره کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG