لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما د اورلېنډو اغېزمنو سره ويني


د اتوار په ورځ اورلېنډو کې د هم جنس پرستانو په نائټ کلب بريد کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۵۳ ژوبل شوي وو .
د اتوار په ورځ اورلېنډو کې د هم جنس پرستانو په نائټ کلب بريد کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۵۳ ژوبل شوي وو .

سپينې ماڼۍ ويلي د امريکې صدر باراک اوباما د زيارت په ورځ د فلورېډا اورلېنډو ښار ته ځي او د اتوار په ورځ بريد کې د وژل شوؤ د کورنو سره به ويني د هغوې حوصله افزايي به کوي .

د اتوار په ورځ اورلېنډو کې د هم جنس پرستانو په نائټ کلب بريد کې ۴۹ کسان وژل شوي او ۵۳ ژوبل شوي وو .

صدر اوباما به هلته د تګ په وخت د وژل شوؤ کسانو د کورنو او ژوبلو سره د پوليس، امدادي کارکوؤنکو او ډاکټرانو سره هم ويني چاچې د دغو ژوبلو درملنه کړې ده .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټويلي " صدر په دې پوهه دی چې هغه د دې ملک علامت (سمبول) دی او چې کله هغه کومې سيمې ته ځي او کومې کورنۍ سره ويني چې د دردمنې پېښې نه تېره شوي وي هغه د ټولو امريکايانو لخوا هغوې سره غمرازي کوي هغوې ته به دلاسه ورکوي او په دې ډول صدرخپله زمه واري په سنجيدګۍ سره اخلي " .

د جوش ارنسټ په په وينا د صدر ملاتړ به د حملې ښکار شوې ورورولۍ (اېل جي بي ټي) هم جنس پرستانو دپاره يو زورور قول وي .

بل لور ته د سېنيټ د داخلي امنيت کمېټۍ د ټولنيزو اړيکو وېب پاڼې فېس بک ته ويلي د بريدګر عمرمتين د اکاؤنټ په اړه دې ورته معلومات ورکړي .

د شورو په ورځ يو خط کې د کمېټۍ چيئرمېن رون جانس ويلي د هغه کارکوؤنکو ته مالومات ترلاسه شوي چې عمرمتين د اتوار په ورځ په فېس بک څو ځله پوسټونه کړي او هغه پکې د داعش د مشر ابوبکرالبغدادي سره د وفادارۍ اعلان کړی اود امريکا او روس نه يې په تُندلارو د بمبارۍ نه کولو غوښتنه کړې وه ،عمر متين دا هم ويلي ؤ چې راتلونکو ورځو کې به امريکا کې نورې حملې وشي .

د دې ترڅنګ قانون جوړؤنکي هم د مرکزي تحقيقاتي ادراې اېف بي ائي نه د عمرمتين د اړيکو او په کال ۲۰۱۳م او ۲۰۱۴م کې د هغه نه د شوې مرکې چې القاعده سره يې اړيکې دي د هغې په اړه نور مالومات غواړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG