د بنګله دېش پوليسو ويلي د پلازمينې ډهاکه په ډيپلومېټک (سفارتي) زون کې وسله والو په يو رستورانت بريد کړی او خواؤشا ۲۰ کسان يې پکې يرغمل کړي دي .
د امريکې خارجه محکمې په ټويټر پخلی کړی چې دا پېښه د هولي ارټيسن بيکرۍ سره رامنځته شوې ده، پېغام کې په خلکو د ځان خوندي کولو او خبر ساتلو غږ شوی دی .
د بنګله دېش پوليسو ويلي د شپې خواؤشا ۲۰ منټه دپاسه نهه بجې د اته ؤ نه نهو پورې وسله وال رستورانت ته ننوتي دي . دوې ويلي دننه په ګېر شوؤ کسانو کې څو بهرنيان هم شامل دي .
پوليسو د رستورانت نه چاپېره علاقه په ګېره کې اخستې او د وسله والو سره يې نښته روانه ده . په نښته کې يو پوليس وژل شوی دی .
د بنګله دېش د جرمونو په ضد دمبارزې د ځواک مشر بينظيراحمد ويلي پوليس " هڅه کوي چې د بريدګرو سره خبرو وکړي، مونږ غواړو چې دوې واورو چې دوې څه غواړي" .
د بېکرۍ يو کارکوؤنکی چې د بريد نه تښتېدلی دی خبريالانو ته يې وئيلي ، بريد کوؤنکو د الله اکبر نعرې وهلې او خلک يې يرغمل کول .
ډهاکه کې د امريکن سټېنډر سکول پرنسپلې لوري ان چې د رستوان نه په يو بلاک فاصله (واټن) کې اوسيږي "وي او ای" ته يې د سترګو ليدو حال ويلی دی ،
"ما بهر د ډزو اوازنه واورېدل، بيا مې ډېر په احتياط د بالکونۍ نه بهر وکتل چې څه روان دي ، ولې په دغه فاصله کې ډزې اورېدل کيږي او خلک ليدل کېده چې چاپېره يې منډې وهلې" .
هغې وويل د شپې په دولس نيمي بجې (د ځايي وخت ترمخه) ډزې غلې وې ولې دغلته په لويه شمېره کې پوليس موجود وو .
د امريکې د خارجه محکمې وياند جان کربي ويلي چې په ډهاکه کې امريکايي سفارتخانه کې کارکوؤنکي ټول امريکايان محفوظ دي .
بنګله دېش کې په وروستيو مياشتو کې يو شمېر بريدونه شوي دي . په دوې کې زياتره بلاګران او د مذهبي لږکيو سره تعلق لرونکي په هدف شوي دي . د هند د براعظم (وچې) القاعده يا ( ای کيو ائي اېس) د دغو بريدونو زمه واري قبوله کړې ده .
امريکا د نهې په ورځ (ای کيو ائي اېس) بهرنۍ ترهګره ډله ګرځولې ده او د دغه ډلې مشر عاصم عمر يې د خصوصي (نړيوالو ترهګرو) په فهرست کې اچولی دی .
محکمه خارجه ويلي ، د ترهګر ګرځولو موخه امريکايان د دغه ډلې يا عمر سره د مالي ورکړې راکړې نه منع کول دي . د دې ګام په پايله کې امريکا کې د عمر يا ای کيو ائي اېس سره اړونده اثاثې منجمد کړی شوې .
د القاعده مشر اېمن الظواهري په کال ۲۰۱۴م کې د هند د براعظم د څانګې جوړولو اعلان کړی ؤ او عمر وروستو د القاعده مشر ښکاره شوی ؤ . وئيل کيږي عمر په پاکستان کې دی ولې هغه په کال ۱۹۷۰م کې په هند کې زېږېدلی ؤ .