دفرانس په نيس ښار کې دټرک بريد کې د٨٤ؤ کسانو دوژل کيدو څخه وروستو نړيوالو مشرانو دترهه ګرۍ ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.
دامريکا ولسمشر براک اوباما ددغه ويرونکي ترهه ګريز بريد او پکې يې دبې ګناه اولسي وګړو دوژلو غندنه کړې ده،اوباما امريکايي چارواکو ته امر کړى چې له بريد وروستو دې فرانسوي چارواکو سره هررقم ممکنه مرسته وکړي.
داروپايي کونسل صدر ډونلډ ټسک ويلي دا يو تريخ حقيقت دى چې خلکو دازادۍ، برابر او ورورولۍ دستوره ونمانځله چې په هغوي بريد وکړى شو.
په ټويټر خپل يو پيغام کې هغه ويلي داروپا او اسيا مشران دنيس ځپل شوو خلکو ته عقيدت وړاندې کوي، دهغه وينا وه” مونږ دتشدد او نفرت په ضد يو موټى يو“
امريکا کې دډيموکريټک ګوند صدارتي کانديدې هيلري کلنټن هم ددغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دې په دې يې زړه خفه شوى دى.
هغې ويلي "دا(بريد) په واضحه انداز کې مونږ ته راپه يادوي چې مونږ ته به دخپلو ايتلافيانو سره اودريدل، هغوي يواځې نه پريښودل وي اؤ دنيټو په ګډون به مونږ ته خپلو ايتلافيانو ته دنور قوت ورکولو ضرورت دى"
دپاکستان وزيراعظم نوازشريف نوازشريف دغمرازۍ خپل پيغام کې ويلي فرانس کې په شوي بريد دپاکستان اولس غمګين دى او ددرد په دې شيبه کې دفرانسي اولس او حکومت سره ولاړ يو، نوازشريف ويلي پاکستان دفرانس په درد ځکه پوهيږي چې دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دلمړي صف دهيواد دکردار ادا کولو له امله هغوي هم دغه رقم ګڼو پيښو سره مخ شويدي.
دهند وزيراعظم نريندر مودي هم په ټويټر خپل پيغام کې ويلي هغه فرانس کې دتشدد ددغه پيښې سخته غندنه کوي، هغه دوژل شوؤ کسانو دکورنو دغړو سره دخواخوږۍ څرګندونه کړې ده.
دجاپان وزيراعظم شينزو آبى ويلي دغه رقم بريدونه زغمل کيدى نه شي او دا ډيره ظالمانه ده، هغه ويلي دي په دې سخت وخت کې دفرانس سره يو.
همدغه شان دچين وزيراعظم لي کي چيانګ ويلي " مونږ دهررقم ترهه ګرۍ غندنه کوؤ اؤ مونږ ځپل شوؤ کسانو سره خواخوږي لرو، مونږ به دهررقم ترهه ګرۍ مقابله کوؤ"
دبرطانيې دبهرنو چارو وزير بورس جانسن دنيس په بريد دغمرازۍ څرګندونه کړې ده، هغه په ټويټر خپل پيغام کې ويلي نيس کې په بده پيښه او په ويرونکې طريقې سره دخلکو په ژوند اخستو افسوس کوي.
دروس وزيراعظم دميتري ميدوي ديو هم فرانس سره په دغه بريد دغمرازۍ څرګندونه کړې ده، په ټويټر خپل پيغام کې دروس وزيراعظم ويلي فرانس او هاغو ټولو کسانو سره چې دغه بريد کې دمړو او ژوبلو کسانو دکورنۍ سره دغمرازۍ څرګندونه کوي.
دبيلجئيم مرستيال وزيراعظم ډيوډيئر رينډرز ويلي هغه دخپل هيواد لخوا خپلو فرانسيسي ملګرو سره دافسوس اؤ خواخوږۍ څرګندونه کوي.