لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي: د ناکامه کودتاه وروستو د جمهوريت په حق کې لاريونې شوي


د خالي په ورځ په زرګونو خلک چې قامي بېرغ يې په لاسو کې وو پلازمينه انقره، استنبول او ساحلي ښار ازمير کې په سړکونو راوتي
د خالي په ورځ په زرګونو خلک چې قامي بېرغ يې په لاسو کې وو پلازمينه انقره، استنبول او ساحلي ښار ازمير کې په سړکونو راوتي

د جمعې په ورځ د حکومت نسکورولو د ناکامه کودتاه وروستو د ترکي اولس د ملک په بېلابيلو ښارونو کې راوتی د جهموريت په حق کې يې لاريونې کړي او د ملک نه وېشلو عزم يې څرګند کړی دی .

د خالي په ورځ په زرګونو خلک چې قامي بېرغ يې په لاسو کې وو پلازمينه انقره، استنبول او ساحلي ښار ازمير کې په سړکونو راوتي او د صدر رجب طيب اردوان سره يې د ملاتړ اظهار کړی دی .

د پوځ يوې ډلې لخوا د کودتاه په هڅه کې ۲۵۶ کسان وژل شوي چې پکې عام ملکي وګړي هم شامل دي .

راپورونه وايي انقره او استنبول سره په بېلابيلو ښارونو کې حالات اوس هم کړکېچن دي او د ځينو علاقو نه د تشدد د ډکو پېښو خبرونه راروان دي .

د ترکي رسنيو ويلي د انقرې په لرې پرته سيمه کې پوځي بېرکونو کې نښتې شوي دي دغه ځاې ته د پوځ مرکز ګڼل کيږي .

د چارواکو په وينا کودتاه کې برخه اخستونکي نزدې ۲۹۰۰ پوځي سرتيري او افسران نيول شوي دي .

راپورونه وايي ځيني پوځي افسران په هيلي کاپټر کې ګاونډي ملک يونان ته تښتېدلي دي او هلته يې د سياسي پناه اخستو خواست کړی دی .

د ترکي ميډيا وايي په تښتېدلو کې د کودتاه سازش جوړؤنکي افسران شامل دي .

صدر اردوان د کودتاه د منصوبې جوړولو تور ياد مذهبي مشر فتح الله ګولن باندې لګولی او د امريکې نه يې غوښتي دي چې ګولن دې ترکي ته وسپاري . ولې ګولن دغه تورونه رد کړي دي .

۷۵ ګولن د اردوان په واک کې د راتلو نه وړاندې د امريکاکې ژوند کوي . هغه په ترکي کې د کودتاه غندنه کړې او ويلي يې دې د هغه دې کار سره يې څه قسمه اړيکې نشته .

د امريکې د خارجه وزير جان کېري وياند ويلي جان کېري د ترکي د خپل سيال سره خبرې کړي او په دې خبره يې زور راوړی دی چې ترکې دې د قانون او اولس د حقونو خيال وساتي او پلټنې دې وکړي چې د کودتاه په منصوبه کې څوک ککړ وو .

جان کېري په دې خبره ټينګار کړی چې واشنګټن د ترکي د منتخب حکومت ملاتړ کوي او وياند يې ويلي چې امريکايي خارجه وزير خپل ترکي سيال ته ويلي چې " د ترکي د حکومت نسکورولو په ناکامه کودتاه کې د امريکا د کردار ادعا بيخي غلط ده او دا به د دواړو ملکونو ترمنځ اړيکو باندې بدې اغېزې وکړي".

چارواکو ويلي د کودتاه د هڅې کولو په ترڅ کې ۲۷۴۵ ججان د دندو څخه لرې کړی شوي او په دوې کې د زياترو اړيکې د ګولن تحريک سره وې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG