لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: په ستره محکمه بريدکوؤنکې ښځه وژل شوې


افغانستان کې د زيارت په ورځ د سترې محکمې په ګډون د کابل ټول دفترونه تړلي وي .
افغانستان کې د زيارت په ورځ د سترې محکمې په ګډون د کابل ټول دفترونه تړلي وي .

د افغانستان د کورنو چارو وزارت ويلي نن د زيارت په ورځ کابل کې د سترې محکمې ساتونکو سره په نښته کې يوه ښځه وژل شوې او چارواکو د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل کړي دي .

د افغانستان د سترې محکمې يو چارواکي عبدالله عطايي وايس اف امريکا ته ويلي پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې کله يوې ځوانې ښځې محکمې ته د ننوتلو هڅه کوله او په ساتونکو يې ډزې وکړې، د نوموړي په وينا د ډزو په مقابله کې هغه هم وژل شوې ده .

د عطايي په وينا له غرمې وړاندې د ۲۵ يا ۲۶ کالو د عمر يوه ښځه د سترې محکمې ننوتونکې دروازې ته ورغلې مامورينو ته يې د دننه تلو ويلي او د اجازت نه ورکولو په صورت کې يې تماچه راويستې او په هغوې يې ډزې کړي او په ځوابي ډزو کې وژل شوې ده .

چارواکي ويلي په نښته کې يو ساتونکی هم ژوبل شوی دی .

د افغانستان د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي ويلي د پېښې وروستو علاقه په ګېره کې اخستی شوې او پلټنې پېل کړی شوي چې معلومه کړي دا پېښه څنګه رامنځته شوې ده .

صديقي ويلي پېښه رامنځته شوې او پلټنيز ټيمونه سيمې ته ورغلي چې دا معلومه کړي چې په رښتيا څه شوي دي چې ايا دا کومه ترهګره پېښه ده يا بل کوم هدف يې لرلو .

افغانستان کې د زيارت په ورځ د سترې محکمې په ګډون د کابل ټول دفترونه تړلي وي .

د تازه رامنځته شوې پېښې زمه واري لا چا نه ده قبوله کړې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG