لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:عملياتو کې دداعش ١٢٢ جنګيالي وژل شوي

ننګرهار کې دداعش د١٢٢ؤ جنګيالو دوژلو دغه دعوه وروستو له هغې شوې چې تيره ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دهزاره ورورولۍ مظاهره کې دوه ځانمرګي بريدونو کې د٨٠ؤ څخه زيات کسان ووژل شول اؤ په لسګونو نور ژوبل شول، ددغو ځانمرګي بريدونو پړه داعش په غاړه اخستې وه.

دنهې په ورځ دافغانستان دختيځ ولايت ننګر دوالي وياند عطاء الله خوګياڼي ويلي دي چې ددغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې دامريکايي ځواکونو فضايي بريدونو کې دتندروه ډلې داعش ١٢٢ جنګيالي وژل شويدي.

ننګرهار کې دداعش د١٢٢ؤ جنګيالو دوژلو دغه دعوه وروستو له هغې شوې چې تيره ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دهزاره ورورولۍ مظاهره کې دوه ځانمرګي بريدونو کې د٨٠ؤ څخه زيات کسان ووژل شول اؤ په لسګونو نور ژوبل شول، ددغو ځانمرګي بريدونو پړه داعش په غاړه اخستې وه.

عطاء الله خوګياڼي افغان خبري ادارې پژواک سره خبرو کې ويلي چې امريکايي او افغان ځواکونو په بنډار او وچ بنډار سيمو کې دغه جنګيالي په نخښه کړيدي.

دهوايي بريد په مهال دداعش هيډکوارټرز ړنګ کړى شوى او وسلې هم تباه شويدي.

دچارواکو وينا ده چې دداعش ٢٠ جنګيالي نيول شوي هم دي چې پکې بهرني تندلاري هم شامل دي.

چارواکو ويلي دي دغه فضايي بريدونه سيمه کې دداعش دجنګيالو دموجودګۍ داطلاع ترلاسه کولو وروستو ترسره شويدي.

بل لوري ته دميډيا راپورونو کې دچارواکو له خلې ويل شوي چې دننګرهار ولايت په کوټ اولسوالۍ کې ترسره شوو عملياتو کې دداعش دننګرهار ولايت عسکري مشر سعيد اماراتي وژل شوى.

له دې وړاندې هم دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دافغان ځواکونو لخوا دداعش په ضد عمليات ترسره شوي چې پکې دافغان ځواکونو لخوا دلسګونو داعش دجنګيالو دوژل کيدو دعوې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG