ترکي چارواکو امريکا کې دميشته ترک مذهبي مشر فتح الله ګولن سره په شکمنه توګه دتعلق لرلو له امله دلسګونو صحافيانو دنيولو امر کړيدى.
ترک حکومت دعوه لري چې فتح الله ګولن په مشکوکه توګه روانه مياشت کې ترکي کې دشوې ناکامه کودتا ذمه وار دى.
خو ګولن دغه تورونه په سختۍ سره ردکړيدي.
دشورو په ورځ يو صحافي نيول شوى او دترکي دترټولو لويې ورځپاڼې زمان دادارتي عملې د٤٧ؤ پخوانو کارکوونکو دنيولو لپاره وارنټ جاري کړل شويدى.
سږکال دمارچ په مياشت کې دترکي يو عدالت دغه ورځپاڼه په سرکاري قبضه کې ورکړې وه او لږ ساعت وروستو پوليسو ددغه ورځپاڼې په دفترونو چاپه وهلې وه.
ويل کيږي زمان ورځپاڼې دفتح الله ګولن تحريک سره نزدې اړيکې لرلې، په سرکاري قبضه کې داخستل کيدو وروستو دغه ورځپاڼې پخپلو زياترو خپرونو کې دحکومت دملاتړپه اړه دريځ خپل کړى.
له دې وړاندې روانه اوونۍ کې حکومت د٤٢ؤ صحافيانو دنيولو وارنټ جاري کړى و چې پکې ١٦ صحافيان نيول شويدي.
ترکي کې دبغاوت دهڅې په مهال خواوشا درې سوه کسان وژل شوي وؤ.
دبشري حقونو دبين المللي تنظيمونو داندازو ترمخه ترکي کې د١٥مې جولايۍ دناکامه کودتا وروستو دلسو زرو څخه زيات کسان نيول شويدي.