لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهيواد پينځه فيصده برخه دافغان حکومت داثرورسوخ څخه بهرده،راپور


 دا خبره دافغانستان په اړه دامريکايي حکومت دلوړې کچې يوې څارنيزې ادارې” اسپيشل انسپکټر جنرل فار افغانستان ري کنسټرکشن“( ايس ايي جي اى ار) له لوري دجمعې په ورځ جاري شوي راپور کې شوې ده.
دا خبره دافغانستان په اړه دامريکايي حکومت دلوړې کچې يوې څارنيزې ادارې” اسپيشل انسپکټر جنرل فار افغانستان ري کنسټرکشن“( ايس ايي جي اى ار) له لوري دجمعې په ورځ جاري شوي راپور کې شوې ده.

دافغانستان حکومت سږکال دجنورۍ څخه دمئ مياشتې پورې دهيواد دپينځه فيصده برخې کنټرول يا په دې اثرورسوخ بايللى، چې ورڅخه ددغه جګړه ځپلي هيواد امنيتي ځواکونو ته دپيښو چيلنجونو عکاسي کيږي.

دا خبره دافغانستان په اړه دامريکايي حکومت دلوړې کچې يوې څارنيزې ادارې اسپيشل انسپکټر جنرل فار افغانستان ري کنسټرکشن( ايس ايي جي اى ار) له لوري دجمعې په ورځ جاري شوي راپور کې شوې ده.

دراپور ترمخه جنورۍ کې افغان حکومت په خواوشا اويا اعشاريه پينځه فيصده سيمې کنټرول لرلو خو دمئ په اخره کې دا پينځه شپيته اعشاريه شپږ ته راکم شو، دغه شميره افغانستان کې دامريکايي ځواکونو له لوري دورکړل شوو معلوماتو په اساس ترتيب شوې ده.

افغانستان کې دبين المللي ځواکونو امريکايي کمانډر جنرال جان نکولسن وايي دطالبانو دواک لاندې زياتره کليوالې سيمې دي.

راپور کې ويل شوي تندلارو په دغه موده کې په لسو اولسوالو هم خپل اثرورسوخ قايم کړى.

راپور کې دپه ډاګه کړل شوې شرحې ترمخه که وکتل شي نو خواوشا څلورو سوو اولسواليو کې په لږ ترلږه ١٩و کې حکومتي عملداري نشته.

اوسنو مياشتو کې دطالبانو دتشدد څخه ډکو پيښو کې اضافه راغلې او په ځانګړې توګه دافغانستان په جنوبي او شمالي برخو کې امنيتي ځواکونو دهغوي لخوا مزاحمت سره مخ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG