لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو هلمند کې په ولسوالۍ قبضه کړې


Women celebrating their 20th year ride a roller coaster at Toshimaen amusement park on Coming of Age Day, a national holiday, in Tokyo, Japan.
Women celebrating their 20th year ride a roller coaster at Toshimaen amusement park on Coming of Age Day, a national holiday, in Tokyo, Japan.

افغان چارواکو او دطالبانو سرچينو پخلى کړى چې دپاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان دجنوبي ولايت هلمند په يوه بله ولسوالۍ هم طالبانو قبضه کړې ده.

دخالي په ورځ دولايتي حکومت يو وياند افغان ميډيا ته ويلي دي چې طالب جنګيالو تيره شپه په خانشين ولسوالۍ ناڅاپي بريد کړى او ددغه ولسوالۍ ځينو برخو کې وس هم جګړه روانه ده.

خو دطالبانو يو وياند دعوه کړې ده چې هغوي په ټوله ولسوالۍ قبضه کړې ده.

دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ليږلي يو بيان کې طالب وياند ويلي دي چې هغوي افغان ځواکونو ته سخت مرګ ژوبله اړولې ده، دطالبانو ددغو دعوو پخلى په ازادانه توګه نه دى شوى.

خانشين دپاکستان پولې ته نزدې ولسوالي ده او دغه ولسوالۍ په يو کال په دريم ځل دطالبانو لاسونو ته غورځيدلې ده.

امريکا غږ سره دنوم نه څرګندولو په شرط خبرو کې افغان امنيتي چارواکو تور لګولى چې په پاکستان کې پناه اخستو په درنو وسلو سمبالو طالب جنګيالو هم دزيارت په شپه په خانشين ولسولۍ شوي دغه بريد کې برخه اخستې ده.

دامريکايي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه دولايتي شورا مرستيال ډايريکټر عبدالمجيد اخونزاده ويلي دسختې جګړې څخه وروستو په خانشيه طالبانو قبضه کړې ده.

دهغه په قول دافغان پوليسو شل عسکر وژل شوي يا ژوبل شوي او اوس هم دغلته جګړه روانه ده.

دجمعې په ورځ دامريکا يوې وفاقي څارونکې ادارې ويلي وو طالبان په هلمند کې په څلورو ولسواليو واک لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG