لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د امریکې د صدارت وړ نه دی، اوباما


صدر اوباما په ریپبلکن ګوند غږ کړی چې د ټرمپ د کاندید په توګه منلو نه انکاري شي .
صدر اوباما په ریپبلکن ګوند غږ کړی چې د ټرمپ د کاندید په توګه منلو نه انکاري شي .

د امریکا د صدر باراک اوباما د دغه بیان چې د ریپبلکن ګوند صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ وړ نه دی، ټرمپ د نهې په ورځ یو ټویټ کې ویلي د باراک اوباما صدارت به د امریکې په تاريخ کې ناوړه دور وي .

صدر اوباما د نهې په ورځ سپينه ماڼۍ کې ویلي چې ( زما په خیال د ریپبلکن کاندید د صدارت دپاره مناسب نه دی، دا خبره ما تېره اونۍ کړې وه او هغه لګيا دی دا خبره ثابتوي) .

د ریپبلکن صدارتي کاندید ډونلډټرمپ لخوا په کال ۲۰۰۴م کې عراق کې د امریکا د جګړې په وخت د امریکايي مسلمانې کورنۍ د وژل شوي زوې په اړه د خبرې کولو وروستو د بیانونو مخې ته راتلو لړۍ پېل شوې ده .

صدر اوباما په ریپبلکن ګوند غږ کړی چې د ټرمپ د کاندید په توګه منلو نه انکاري شي او زیاته کړې يې ده چې د خضرخان او د هغه د مېرمن غزاله خان لخوا تېره اونۍ د ډیموکريټک ګوند په ملی کنونشن کې د کلنټن په ملاتړ کولو د ټرمپ غبرګون سم نه ؤ .

اوباما د سنګاپور وزیراعظم لی سائين لونګ سره د لیدنې نه وروستو خبري غونډې ته په وینا کې ویلي چې ( اؤ، زما په خیال د ریپبلکن ګوند نومول شوی کاندید د صدارت د چوکۍ دپاره موزون نه دی) .

اوباما ويلي ، ( ما تېره اونۍ دا خبره کړې وه او هغه دغه خبره ثابتوي ) .

د هغه په وینا ( دا سوچ کول چې هغه به په یوې ګولډ اسټار کورنۍ حمله کوي چا چې زمونږ د ملک دپاره غېر معمولي قرباني ورکړي وي، دا رښتیا دي او داسې ښکاري چې هغه ته د یورپ، منځني ختیځ او ایشیا په اړه بنیادي معلومات نشته او د هغې مطلب دا شو او افسوس دی چې هغه دې زمه وارۍ سنبالولو ته تیار نه دی) .

امریکا کې ګولډ اسټار هغه کورنۍ وي چې د کورنۍ غړي يې په وسله وال پوځ کې د جګړې په وخت د ملک دپاره د سر قرباني ورکړي وي .

بل لور ته ټرمپ ویلي ، چې اوباما او هیلري کلنټن څوک چې د هغه پخوانۍ خارجه وزیره وه ( منځنی ختیځ يې بې ثباته کړو او عراق، لیبیا او شام يې د د اعش جنګیالو ته وسپارل، د ریپبلکن ګوند کاندید ویلي چې هغوې د امریکا غوره ملازمتونه بهرنو ملکونو کې ورکړي د دې دپاره چې د نړیوالو ګټو تحفظ وکړی شی ).

ټرمپ ویلي ( مونږ اوس بدلون ته اړتیا لرو ) .

صدر اوباما پوښتنه کړې چې ريپبلکنز د ټرمپ ملاتړ ولې دوامداره ساتي . د ریپبلکن ځینې قانون سازو د خان د کورنۍ په اړه د ټرمپ د بیان غندنه هم کړې ده، چا په خپل بیان کې د ټرمپ نوم ویلی او چا د ټرمپ د نوم اخستو پرته د هغه غندنه کړې ده .

ټرمپ ویلي د ډیموکريټک کنونشن او د هغې نه وروستو په ټیلي ویژن مرکو کې د خان کورنۍ په هغه حملې کړي دي .

خضرخان ویلي ؤ چې ټرمپ د ملک دپاره کومه قرباني نه ده ورکړې څومره چې د هغه زوي همایون خان ورکړې ده ، څوک چې د نورو عسکرو په ساتنه مامور وو او ځانمرګي برید کې وژل شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG