لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دريو اولمپکس سيالۍ پيل شوي


 ديوې اندازې ترمخه خواوشا درې اربه خلکو دتيليويزيون له لارې له لارې داولمپکس پرانستې دستوره کتلې ده.
ديوې اندازې ترمخه خواوشا درې اربه خلکو دتيليويزيون له لارې له لارې داولمپکس پرانستې دستوره کتلې ده.

دبرازيل ښار ريوډي جنيرو په ماراکانا لوبغالي کې دلوبو ترټولو لويې مقابلې ٣١م اولمپکس لوبو پرانسته شوې ده.

ديوې اندازې ترمخه خواوشا درې اربه خلکو دتيليويزيون له لارې له لارې داولمپکس پرانستې دستوره کتلې ده.

د٢٠٠ؤ څخه دزياتو هيوادونو ايتهليټس ترڅنګ په لمړي ځل دکډوالو يوه ډله هم برازيل کې کيدونکو دلوبو دې مقابلو کې برخه اخلي.

دغه کډوال دهاغو هيوادونو اولمپکس کميټيو ټاکلي چرته چې هغوي ميشته دي، دغو لوبغاړو کې شپږ سړي او څلور ښځې شامل دي.

دبرازيل موقتي صدر مچل تمر داولمپکس دپرانستې دستورې صدارت کړى.

دلسګونو نورو هيوادونو مشرانو او لوړپوړو چارواکو هم دريو اولمپکس پرانستې دستوره کې ګډون کړيدى.

داولمپکس مقابلو لپاره دپاکستان دهاکۍ ډلې کواليفايي کړې،دپاکستان دهاکۍ ډله داولمپکس اتله پاتې شوې

سږکال دپاکستان اووه کسيزه ډله اولمپکس مقابلو کې برخه اخلي چې پکې دوه لامبو وهونکي، دوه نخښه ويشتونکي، دوه ايتهليټ او دجوډو يو لوبغاړى شامل دي.

اولمپکس مقابلو کې برخه اخستونکې امريکايي ډله په ٥٥٤ ايتهليټس مشتمله ده او دغه دکوم يو هيواد دلوبغاړو ترټولو لويه ډله ده.

دې مقابلو کې دروس ٢٧١ ايتهليټس ته دبرخې اخستو اجازه ورکړى شوې ده.

رنګا رنګ پرانستې دستوره کې پينځوو زرو رضاکارو او دريوو سوو رقاصو برخه اخستې، دموسيقۍ او رضاکارو دپرفارمنس نه نه يواځې لوبغالي کې موجودو ټولو خلکو بلکې دتيليويزيون کتونکو هم خوند اخستى.

دريو اولمپکس په مهال امنيت لپاره ٨٥ زره عسکر ځايې پځايې کړل شويدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG