لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ډرون بریدونو په اړه د صدارتي پالیسۍ سند خپورکړی


وباما انتظاميې د کال ۲۰۰۹م د جنورۍ په میاشت کې پېل کړو ډرون بریدونو کې د ۶۴ نه تر ۱۱۶ پورې عام خلک وژل شوي دي .
وباما انتظاميې د کال ۲۰۰۹م د جنورۍ په میاشت کې پېل کړو ډرون بریدونو کې د ۶۴ نه تر ۱۱۶ پورې عام خلک وژل شوي دي .

سپينې ماڼۍ د صدر اوباما د ډرون بریدونو په اړه د پالیسۍ هغه سند خپور کړی کوم چې یو وخت پټ ساتل کېدو. ‌امریکايي بې پائيلټه ډرون الوتکې په ګرده کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې کاریږي .

دغه سند یا دستاویزات چې په ۱۸ پاڼو مشتمل دی د ډرون په اړه د (( صدر د پالیسۍ لارښود)) په نامه یادیږي . په دې کې د بې پائیلټه الوتکو په بریدونو کې د عامو ملکي وګړو د کم نه کم وژنو په اړه وئيل شوي دي . او امریکايي پوځ ته وئيل شوي چې هغه دا وسله په داسې وخت کې وکاروي چې کله یقيني کړي نخښه به خطا نه ځي ، او په دې کې دې غېر جنګیالي کسان مړه یا ژوبل نه شي .

هغه خبریال چې دا سند يې لوستي دي په دې کې د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت کارکوؤنکي څوک چې د کانګرس د بیا کتنې نه مستثنی دي د هغوې کردار پکې یاد کړی شوی دی چې هغوی دې د ترهګرو د وژنې په وخت ضابطې (قواعد) عملي کړي .

د مشکوک ترهګر د وژلو یا نیولو انتظامي عملیات، کوم چې په عمومي ډول (سي ائي ای) یا امریکايي پوځ کوي د ملي امنیت شورا هغې ته بیا کتنه کوي .

د خالي په ورځ جاري کړی شوي سند کې دې خبرې ته اشاره شوې ده چې برید باندې د غور دپاره د کابینې د نورو محکمو او ادارو استازي غونډه رابللی شي ولې ختمي پرېکړه به د صدر د ملي امنیت شورا کوي .

شپږ میاشتې وړاندې یو مرکزي عدالت حکومت ته د پالیسۍ سند خپرولو امر کړی ؤ کوم چې امریکايي چارواکي د ډرون په اړه د (پلی بُک) په نامه یادوي . دا عدالتي امر د (ای سي اېل یُو) لخوا د وړاندې کړی شوې (فریډم اف انفارمیشن اېکټ) په فېصله کې درج ده او دا د قانوني مقدمې په ځواب کې وړاندې کړی شوې وه .

د خالي په ورځ خپور کړی شوي سند ته د بیا تیارۍ یا ترتیب کولو عمل بلل شوی دی او په دې کې هغه خصوصي تفصیل نه دی وړاندې کړی شوی کوم چې د امریکا د ملي امنیت په ګټه نه دی .

اوباما انتظاميې په کال ۲۰۱۳م کې د ډرون د استعمال په اړه د پالیسۍ لنډ سند جاري کړی ؤ . ولې د خالي په ورځ خپور کړی شوي تفصیل کې هغه قانون او قاعدې وړاندې کړی شوي دي چې حکومت يې هغه وخت عملي کوي کله چې د هدف په نخښه کولو په اړوند امر کولی شي او په بهرنو ملکونو کې د مشکوک ترهګرو نیولو دپاره پکې وئيل کیږي .

د امریکا د مدني ازادۍ اتحاديي ای سي اېل یُو چې د دغو معلوماتو د قانون مطابق د خپرولو غوښتنه کوله د اتحاديي د قانون مرستیال مشر جمیل جعفر د صدارتي پالیسۍ د سند خپرولو هرکلی کړی دی . هغه ویلي په سند کې د کوم کس په هدف کولو یا نیولو په اړه د پالیسۍ تفصیل وړاندې کړی شوی دی .

د رويټرز ترمخه د امریکې د ملي امنیت د شورا ویاند نېډپرائس ویلي ( صدر دا خبره په ګوته کړې ده چې د ترهګرۍ د مخې نیولو د عملیاتو په اړه، او دا چې په دې څنګه عمل کیږي او پایلې يې څه دي؟ په دې اړوند د امریکې حکومت د امریکې د اولس په وړاندې د سوتره والي نه کار واخلي) .

ویاند زیاته کړې ده چې ( زمونږ د ترهګرۍ په ضد ګامونه موثره او قانوني دي او د هغې د جائز کېدو ثبوت په دغه اړوند خلکو ته خبر ورکولو نه او دې سره په دې د عمل په اړه د ښکاره معیار ترتيب کولو نه وي ) .

انتظاميې ویلي چې په تېر وخت کې د تُندوره ډلو د مخنيوي په لړ کې پاکستان، افغانستان او یمن په رنګ ملکونو کې ډرون الوتکې د مهمې وسلې په توګه کارول شوي ،او په ځینو کې ملکي خلک وژل شوي او هغې په ځايې کچ خلک قهرولي دي .

یوه میاشت وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي ؤ چې اوباما انتظاميې د کال ۲۰۰۹م د جنورۍ په میاشت کې پېل کړو ډرون بریدونو کې د ۶۴ نه تر ۱۱۶ پورې عام خلک وژل شوي دي .

امریکايي چارواکو د کال ۲۰۱۵م د اخرې پورې امريکايي ځواکونو ۴۷۳ فضايي بریدونه کړي چې پکې زیاتره ډرون کارول شوي دي په دې موده کې د ۲۴۰۰ نه تر ۲۶۰۰ پورې ترهګر جنګیالي وژل شوي دي .

ناقدین وايي د امریکايي ډرون په بریدونو کې د وژنو په اړه جاري کړی شوي رپورټ کې د افغانستان، شام او عراق د وژنو شمېره نه ده ښکاره کړی شوې .

په کال ۲۰۱۳م کې سینیټر لنډسی ګارهم ويلي ؤ چې هغه کوم معلومات رایوځاې کړي ؤ په امریکايي ډرون بریدونو کې ۴۷۰۰ کسان وژل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG