لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک ترک تعليمي ادارو ٢٨ مشران لرې کړل شوي


 دسکول انتظاميې يو چارواکي دنوم نه څرګندولو په شط امريکا غږ ته ويلي پاکستان کې ددې تعليمي ادارې په مجموعي توګه ٢٨ څانګې دي چې پرنسپلان يې لرې کړى شويدي.
دسکول انتظاميې يو چارواکي دنوم نه څرګندولو په شط امريکا غږ ته ويلي پاکستان کې ددې تعليمي ادارې په مجموعي توګه ٢٨ څانګې دي چې پرنسپلان يې لرې کړى شويدي.

پاکستان کې جوړ دترک سکولونو ٢٨ پرنسپلان دخپلو چوکو څخه لرې کړى شويدي او دسکولونو دانتظاميې وينا ده هغوي کې ٢٣ ترک وګړي هم شامل دي.

دسکول انتظاميې يو چارواکي دنوم نه څرګندولو په شط امريکا غږ ته ويلي پاکستان کې ددې تعليمي ادارې په مجموعي توګه ٢٨ څانګې دي چې پرنسپلان يې لرې کړى شويدي.

دانتظاميې لخوا ويل شوي ددغو تعليمي ادارو دبندولو په اړه دحکومت لخوا تراوسه هغوي ته څه نه دي ويل شوي او انتظاميې دغه پريکړه پخپله کړې ده.

خو ددغه پريکړې سپيناوى نه دى شوى، په ډاګه دې وي چې ترکي کې تيره مياشت دصدر رجب طيب اردوان دحکومت په ضد دبغاوت ناکامه هڅه شوې وه.

ترک حکومت ددغه ناکاما کودتا تور امريکا کې په ميشته ترک مبلغ فتح الله ګولن اچوي، خو فتح الله ګولن دغه تور ردوي.

دفتح الله ګولن دتنظيم تر سيوري لاندې ټوله نړۍ کې تعليمي ادارې جوړې دي او ترکي وايي پاکستان کې جوړ پاک ترک سکولونه يې هم برخه ده.

بيان کې ويل شوي ددغو تعليمي ادارو دکومې سياسي يا مذهبي ډلې سره څه تعلق نشته.

ترکي غواړي پاکستان ددغو تعليمي ادارو په ضد ګامونه واخلي او دروانې مياشتې پيل کې دترکي دبهرنو چارو وزير ميولوت چاوش اوغلو هم دپاکستان دوره کړې وه او هم دغه غوښتنه کړې يې کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG