لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد نه تښتول شوې اسټریلیایۍ راخوشې کړل شوې


افغانستان کې د تاوان دپاره د تښتونو ډېرې پېښې رامنځته کیږي .
افغانستان کې د تاوان دپاره د تښتونو ډېرې پېښې رامنځته کیږي .

افغان چارواکو ویلي د مرستو کارکوؤنکي اسټریلیايۍ چې څلور میاشتې وړاندې د ننګرهار نه تښتول شوې راخوشې کړی شوې ده .

۶۰ کلنه اسټریلیایۍ کېري جان ولسن د اپرېل په میاشت کې نامعلومو وسله والو د ننګرهار مرکزي ښار جلال کې د مرستو د خپل دفتر څخه تښتولې وه .

د افغانستان استخباراتي ادارې نیشنل ډايریکټوریټ فار سیکیورټي (اېن ډي اېس) ویلي مېرمن ولسن د دوشنبې په ورځ ځانګړو عملیاتو کې راخوشې کړی شوې او د هغې د تښتولو په تور کې څلور مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې ترې روانې دي .

د اسټریلیا د بهرنو چارو وزیرې جولې بشپ پخلی کړی چې ولسن روغه راخوشې کړی شوې او افغان چارواکو مننه یې کړې ده .

بشپ په یو بیان کې ویلي ( زه د افغان چارواکو د زړه د تله مننه کوم چې د ولسن په راخوشي کولو کې یې هر ډول مرستې کړې ده هغې د اسټریلیا د قونصلګرۍ د کارمندانو هم مننه کړې چې د ولسن د کورنۍ سره په تماس کې وو) .

د ولسن خېراتي اداره چې د زردوزۍ یا ګلدوزۍ په نامه یاده ده افغانستان کې د ښځو په کاروبارونو کې د هغوې مرستې کوي . مېرمن ولسن د دوه لیسزو راهسې کار کوي خو دا نه ده معلومه چې هغه چا تښتولې وه .

مېرمن بشپ هم د ولسن د راخوشي کولو په اړه نور تفصیل نه دی وړاندې کړی .

د روانې میاشتې په وړومبو کې پلازمینه کابل کې د امریکايي پوهنتون نه یو اسټریلیايي او امریکايي استازان تښتول شوي او تراوسه يې لا څه درک نشته .

افغانستان کې د تاوان دپاره د تښتونو ډېرې پېښې رامنځته کیږي .

د جولايۍ په میاشت کې د کابل نه د هند یوه مرستې کوؤنکې د وسلې په زور تښتول شوې او څو اونۍ وروستو خوشې کړل شوې وه . د هغې د راخوشي کېدو نه خو افغان او نه بیا هندي چارواکو کوم تفصیل وړاندې کړی چې هغه څنګه راخوشې کړی شوې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG