امريکايي پوځ وايي دتيرو دوو اوونو په مهال يمن کې ترسره شوو يو شمير هوايي بريدونو کې دالقاعده ١٣ جنګيالي وژل شوي او يو ژوبل شوى دى.
دامريکايي سنټرل کمانډ له لوري دنهې په ورځ جاري شوي بيان کې ويل شوي ديمن په شبواه صوبه کې داګست د٢٤م او څلورم ستمبر ترمينځ درې هوايي بريدونه شويدي،بيان کې ويل شوي عربي جزيره کې القاعده اوس هم سيمې او امريکا لپاره سخت ګواښ دى.
سيمه کې دتيرو اوو کلونو راهسې دالقاعده دجنګيالو په ضد امريکايي کمپاين دوام لري، خواوشا سلو شوو هوايي بريدونو کې دالقاعده ځينې مهم مشران وژل شوي خو دغو بريدونو کې دولسي وګړو په وژنه نيوکې هم شوي.
دجولايي مياشت کې سپينې ماڼۍ منلې وه چې يمن،پاکستان او افغانستان کې دکال ٢٠٠٩م راهسې شوو دډرون بريدونو کې ٦٤ ولسي وګړي وژل شوي،خو څارونکې ډلې وايي اصل شميره ډيره زياته ده.