سپينه ماڼۍ کې دميانمار داصل مشر آنګ سان سوچي سره له مذاکراتو څخه وروستو دامريکا ولسمشر براک اوباما اعلان کړى چې امريکا په ميانمار دلګيدلو معاشي بنديزونو پورته کولو ته چمتو ده.
هغه ويلي دي امريکا دغه بنديزونو لرې کولو ته چمتو ده، کوم چې يو وخت کې دبرما په ضد لګيدلي وؤ
له دې وړاندې اوباما کانګريس ته ديوې مراسلې دليږلو په ترڅ کې ويلي وو امريکا ميانمار لپاره تجارتي اسانۍ بحالوي، کومې چې دوه لسيزې دمخه دبشري حقونو دخلاف ورزو له امله ځنډولې شوې وې.
سپينه ماڼۍ کې اوباما سره دشوې ليدنې په مهال آنګ سان سوچي دخپل هيواد دمعيشت په ضد دلګيدلو بنديزونو دپورته کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي په داسې حال کې چې ميانمار دجمهوري موقتي دور په لوري روان دى، ډير څه کولو ته اړتيا ده.
هغې منلې چې دميانمار د١٣٥ نسلي ډلو ترمينځ تاؤتريخوالى روان دى او ويلي يې دي چې دهغې انتظاميې درخاين وضعيت ته پام ګرځولى.
هغې ويلي دورورووليو ترمينځ دتاؤتريخوالي معامله له پامه نه شي غورځول کيدى.
دحکومت دمشاورې او بهرنو چارو دوزيرې په حيث دآنګ سان سوچي دامريکا دا لمړۍ دوره وه، دغه چوکۍ هغې تيرکال دنومبر په مياشت کې دخپل ګوند له لوري دملکي ټولټاکنو دګټلو څخه وروستو سمبال کړې وه.