لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یواځې د کابل او طالبانو خبرې امن راوستی شي، نوازشریف


نوازشریف ویلي ( مونږ هیله کوؤ او ګورو چې دوې افغانستان ته بیرته په خپله خوښه او عزت سره ستانه شي) .
نوازشریف ویلي ( مونږ هیله کوؤ او ګورو چې دوې افغانستان ته بیرته په خپله خوښه او عزت سره ستانه شي) .

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د شوور/ چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا هغه خبره تکرار کړې چې یواځې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان د لیسزو راهسې روانه شخړه ختمولی شي .

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته په وینا کې نوازشریف وویل هېواد يې د افغان صدر اشرف غني په غوښتنه د افغان سولې د عمل مرسته کړې ده .

هغه ویلي ( افغانستان کې هغه وخت امن راتلی شي چې کله ټول فریقېن دې نتیجې ته ورسي چې د افغان جګړې پوځي حل نشته او د با معنې خبرو اترو عمل دې پېل شي، چې د روغې جوړې او سولې خپل منځي عمل وده ومومي) .

نوموړي ویلي، افغانستان کې د درېو لیسزو راهسې روانې شخړې او اړي ګړي په پایله کې د پاکستان دپاره سخت امنیتي او معاشي ستونزې راپېدا شوي دی . هغه ویلي ځکه چې درې ملینه افغانانان يې په ملک کې مېشت دی .

نوازشریف ویلي ( مونږ هیله کوؤ او ګورو چې دوې افغانستان ته بیرته په خپله خوښه او عزت سره ستانه شي) .

د پاکستان وزیراعظم ویلي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې يې د هېواد په زرګونو عام خلک او امنیتي ځواکونو سرتيري وژل شوي دي .

د نواشریف د وینا نه څو ساعته وړاندې د افغانستان مرستیال صدر سرور دانش د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې تور لګولی چې ( د ترهګرو ډلو لخوا بې رحمه بریدونه) چې افغانان پکې په هدف کيږي سرچينې یې په پاکستان کې دي .

د دانش په وینا د پاکستان نه د یو شمېر غوښتنو چې دغلته د ترهګرو پټنځایونه تباه کړي چارواکي يې دغه ګام نه پورته کوي .

هغه وویل ( مونږ ستاسو ټولو نه پوښتنه کوؤ: چې د طالبانو او القاعده پخواني مشران چرته وو او چرته ووژل شو؟ او دا شیبه، د طالبانو او حقاني شبکې مشران چرته دي؟ ترهګر چرته او څنګه روزل کيږي د جګړې دپاره ورته تجهیزات او مالي مرستې له کومه راځي)؟ .

د افغان چارواکو په وینا د طالبانو باني مشر ملاعمر د پاکستان په یو روغتون کې مړ ؤ، د هغه ځای ناستی ملامنصور امریکايي ډرون برید کې د پاکستان په جنوبي لویدیځه صوبه بلوچستان کې وژل شوی او د دغه هېواد پوځ او استخباراتو باندې د طالبانو د ملاتړ کولو تور دی .

افغان مرستیال صدر یو ځل بیا پاکستان تورن کړو چې د ( ښه او بدو ترهګرو) ترمنځ فرق کوي .

نوموړي د افغان او امریکې لخوا د لګېدلو تورونو اظهار وکړو چې پاکستاني ځواکونه د پاکستان په ضد طالبان په نخښه کوي او هغه وسله وال چې افغان طالبانو او حقاني شبکې سره اړونده وي افغانستان کې بریدونه کوي هغوې ته څه نه وايي .

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او تور لګوي چې افغان وسله وال او د پاکستان مخالفین په دغه هېواد کې د افغانانو په کېمپونو کې پټيږي .

د پاکستان وزیراعظم د افغان مرستیال صدر تورونو ته د نېغ غبرګون ویلو په ځاې وویل ( د افغان سولې پله پرمختګ هغه وخت کېدی شي چې ټول افغان فریقېن دې نتیجې ته ورسي چې د افغان جګړي حل پوځي عملیات نه دي) .

پاکستان او افغانستان د یو بل په ضد د وسله والو د ملاتړ او ترهګرو بریدونو تورونه لګوي او له دې امله د دواړو هېوادونو اړيکې ترینګلې دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG