لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دحقاني نيټ ورک په ضد کوټلي ګامونه نه دي اخستي،جنرال نکلسن


 دجمعې په ورځ پينټاګان کې ديو خبري کانفرنس په مهال جنرال جان نکلسن ويلي دي دپاکستان دحکومت لخوا په حقاني ډله کافي فشار نه اچول کيږي.
دجمعې په ورځ پينټاګان کې ديو خبري کانفرنس په مهال جنرال جان نکلسن ويلي دي دپاکستان دحکومت لخوا په حقاني ډله کافي فشار نه اچول کيږي.

افغانستان کې دامريکايي او ناټو ځواکونو کمانډر وايي چې دافغانستان ګاونډي هيواد پاکستان دپولې پورې غاړې څخه دخونړو بريدونو دمنصوبه بندۍ مخنيوي لپاره دحقاني نيټ ورک په جنګيالو پوره فشار نه دى اچولى.

افغان چارواکو تور لګوي چې دحقاني نيټ ورک مشران دطالب جنګيالو ترڅنګ دپلازمينې کابل په ګډون دافغانستان بيلا بيلو برخو کې دپولې پورې غاړې پاکستان کې جوړو خپلو خوندي ځالو څخه خونړي بريدونه ترسره کوي.

دجمعې په ورځ پينټاګان کې ديو خبري کانفرنس په مهال جنرال جان نکلسن ويلي دي دپاکستان دحکومت لخوا په حقاني ډله کافي فشار نه اچول کيږي.

هغه منلې ده چې سږکال پلازمينه کې دبريدونو شميره دکال ٢٠١٥م د٢٣ؤ بريدونو په پرتله شپاړسو ته راکمه شوې ده او ددې علت يې دامريکايي او افغان ځواکونو ګډ ګامونه ښودلي دي.

پاکستاني چارواکي ددې خبرې څخه انکار کوي چې دهغوي په خاوره دترهه ګرو څه رقم خوندي ځالې موجودې دي او ټينګار کوي چې دپولې پخپل اړخ يې دترهه ګرو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات ترسره کړي چې پکې دافغان جنګيالو په ګډون دترهه ګرو ګڼې ځالې له مينځه وړل شوي دي.

دحقاني نيټ ورک په ضد دپاکستان لخوا ګامونو اخستو ته دزړه نه ښه کولو له امله دتيرې يوې لسيزې راهسې داسلام اباد او واشنګټن اړيکې تاؤژنې دي.

دامريکا ددفاع دوزير ايش کارټر لخوا دکانګريس په وړاندې ددې خبرې څخه په انکار کولو چې پاکستان دحقاني ډلې په ګډون پخپله خاوره دموجودو ترهه ګريزو ډلو په ضد پوره ګامونه اخلي ،تيره اوونۍ امريکايي انتظاميې پريکړه کړې وه چې پاکستان ته به ددريوؤ سوؤ ملينو پوځي مرستې نه ادا کوي.

دخبري غونډې په مهال جنرال نکلسن دا پخلى هم کړى چې دحقاني نيټ ورک دمشر کمانډر سراج الدين حقاني يو رور دافغانستان لخوا نيول شوى او ديو مقامي محکمې لخوا ورته دمرګ سزا ورکړى شوې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني دهيواد دننه دانس حقاني دتيزندي کولو په اړه تر سخت فشار لاندې دى،ترڅو دهغه درور ډله دافغانانو په ضد دنورې وينې تويدو څخه منعې کړى شي.

خو نکلسن په دې اړه اشاره کړې ده چې دلوړې کچې ددغه مقدمې پاې ته رسيدو کې يو څه وخت لګيدى شي او ويلي يې دي چې دمرګ دغه سزا اوس مهال داپيلونو دعمل څخه تيريږي.

طالبانو دلوړې کچې افغان عدالتونو ته دانس حقاني دمرګ سزا دبرقراره ساتلو صورت کې دتباه کوونکو نتيجو خبردارى ورکړى دى.

دطالبانو لخوا جاري شوي يو بيان کې خبردارى ورکړى شوى دى چې دافغانستان ټولو برخو کې به جګړه کې شدت راځي، زياته وينه به بهيږي او ددې هر څه ذمه وار به حکومت وي.

طالبانو نيول شوى تن ديوې مذهبي مدرسې يو عام طالب علم ګرځولى او ويلي يې دي چې هغه په کومو سياسي يا عسکري هلو ځلو کې ککړ نه دى او نه هم دهغه پسر څه رقم انعام ويستل شوى، هغوي دا تور هم لګولى دى چې امريکايي پوځ دانس حقاني نيول کيدو او عدالتي پريکړه کې لاس لري.

باور کيږي چې دطالبانو سرچينو تيره مياشت په ارادي توګه خبريالانو ته دهاغه لويديزې جوړې په اړه يوه ويډيو جاري کړې وه کومه چې هغوي د٢٠١٢م راهسې نيولې ، ترڅو دکابل او امريکا په چارواکو دحقاني کورنۍ دغړي دممکنه تيزندي کولو په ضد فشار واچوي.

دغو نيول شوو کسانو کې يوه امريکايي زنانه،کايټلين کولمين، دهغې کاناډايي خاوند، جوشوا بويلى او دهغوي دوه بچي شامل دي، ليک شوې ويډيو کې دغه جوړه په دې خبره زور راوړي چې دهغوي دژوند دبچ کولو په غرض دې اړونده حکومتونه دهغوي دتښتونکو غوښتنې پوره کړي، ويل کيږي طالبانو دافغان حکومت څخه دخپلو بنديانو دنه تيزندي کولو غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG