لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"میتیو" طوفان هیټي کي ۸۰۰ تنه وژلي


میتیو طوفان هیټي کې زیاتې جنوب لویدیځې سیمې ځپلې دي .
میتیو طوفان هیټي کې زیاتې جنوب لویدیځې سیمې ځپلې دي .

لاطیني امریکايي ملک هیټي کې د سمندري طوفان "میتیو" له سببه رامنځته شوې تباهۍ کې د مړه شوؤ کسانو شمېره ۸۰۰ ته رسېدلې ده او د په دغه شمېره کې د نور زیاتوالي اندېښنه څرګندولی شي .

د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه هیټي کې د طوفان نه نزې اته لاکه خلک اغېزمن شوي او نزدې درې نیم لاکه په فوري توګه امداد ته اړتیا لري .

د طوفان له امله د اوړېدلي زیان اندازه لګولی شي او چارواکو وايي د ټول اوختي زیان معلوماتو کې به څو ورځې وخت ولګي .

میتیو طوفان هیټي کې زیاتې جنوب لویدیځې سیمې ځپلې دي .

د لارو تباه کېدو له امله اغېزمنو سیمو ته امدادي سامونونو رسولو کې ستونزې ورپېښې دي .

میتیو طوفان د ۲۳۵کلومیټر یو ساعت په رفتار سره د هیټي د ساحل سره تکړ شوی ؤ .

هیټي کې له دې وړاندې د څلورمې درجې د فلورا په نوم سخت طوفان په کال ۱۹۶۳م کې راغلی ؤ او نزدې اته زره کسان پکې مړه شوي وو .

د هيټي نه وروستو دغه سمندري طوفان حنوب ختیځ امریکايي ریاست فلورېډا پله تلی ولې زور یې کم شوی دی .

د فلورېډا په ساحلي سیمو کې د ۱۹۵ ګهنټې په رفتار سره چلېدلی او هلته ۳۰ سنټي میټره باران هم ریکارډ شوی دی د کوم له امله چې فلورېډا او نارتهـ کيرولاینا کې د سېلاب خطره ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG