لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان ځواکونو په سيوا کيدونکې مرګ ژوبله دناټو انديښنه

 دسيمه ييزو چارواکو ترمخه دجنوبي ښار لښکرګاه د دطالب جنګيالو څخه دژغورلو لپاره روانو نښتو کې دتيرو دوو اوونو په مهال دافغان ملي ساتونکو او امنيتي ځواکونو دسلو څخه زيات عسکر وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي.

افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دعسکري ايتلاف يو وياند ويلي دي طالبانو سره نښتو کې دافغان ځواکونو په سيوا کيدونکې مرګ ژوبله هغوي انديښمن دي.

دسيمه ييزو چارواکو ترمخه دجنوبي ښار لښکرګاه د دطالب جنګيالو څخه دژغورلو لپاره روانو نښتو کې دتيرو دوو اوونو په مهال دافغان ملي ساتونکو او امنيتي ځواکونو دسلو څخه زيات عسکر وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي.

اوسنو ورځو کې طالب جنګيالو دهلمند په مرکزي سيمه لشکرګاه ګڼ بريدونه کړي، ددغه ولايت په ١٤ؤ کې په دوو ولسواليو افغان حکومت بشپړ واک لري.

افغانستان کې دناټو دمشن امريکايي بريګيډير جنرال چارلس کليو لينډ امريکا غږ ته ويلي دي هغوي دافغان عسکرو په وژنه انديښمن دي، دهغه وينا وه په دغه اړه دافغان شراکت دارانو سره په ګډه کار کوي.

افغانستان کې دناټو دمشن ذمه واري افغان ځواکونو ته تربيت، مشوره او مرسته ورکول دي.

افغانستان کې دبين المللي ځواکونو امريکايي کمانډر جنرال جان نکولسن اوس اوس ويلي وو يواځې دجولايي مياشت کې دافغان پوځ او پوليسو دنهو سوؤ څخه زيات عسکر وژل شوي وؤ.

افغان چارواکي دامنيتي ځواکونو دوژل کيدو په اړه په ډاګه څه نه وايي خو داطلاعاتو ترمخه ولسمشر اشرف غني دمدني ټولنې يو هيئت سره ليدنه کې ويلي وو داګست مياشت کې دعسکرو دوژل کيدو شميره دزرو څخه سيوا وه.

نيويارک ټايمز روانه اوونۍ کې پخپل يو راپور کې دنامعلومو افغان چارواکو له قوله ويلي وو طالبانو سره جګړو کې دمارچ څخه اګست پورې خواوشا څلور نيم زره افغان پوځيان او عسکر وژل شوي او د٨٠٠٠ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.

بلخوا دافغانستان ددفاع دوزارت وينا ده چې تير يو شواروز کې دافغانستان بيلا بيلو ولايتونو کې ٦٤ جنګيالي او دولس عسکر وژل شوي دي.

بيان کې ويل شوي دي دهيواد بيلا بيلو برخو کې دترهه ګرۍ دچقولو او اولس دځان ومال ژغورلو لپاره دهوايي ځواک په ملاتړ کونړ،لغمان،غزني، پکتيا، لوګر، خوست،وردک،قندهار،اروزګان، زابل، غور، فراح، بادغيس، هرات، کندوز، بغلان، فارياب او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

بيان کې ويل شوي دي چې فراح ولايت کې دملا زاکر،اناردرګۍ، ملا عبدالله، ملا بن يامين شيندادي او ملا عبدالحامد په ګډون ٥٠ جنګيالي وژل شوي دي،عملياتو کې ٥٣ جنګيالي ژوبل شوي او دهغوي ديارلس ګاډي او نهه موټرسايکلې سوځول شويدي.

دغزني په اندړ ولسوالۍ کې ١٠ جنګيالي وژل شوي چې پکې کمانډر ملا باقي هم شامل دى او څلور کسان نور ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG