لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو د مشرانو اسلام باد ته په سفر اندېښنې


 کوم طالبان چې پاکستان ته ليږل شوي په هغوي کې مُلا سلام حنفي او ملا جان محمد شامل دي
کوم طالبان چې پاکستان ته ليږل شوي په هغوي کې مُلا سلام حنفي او ملا جان محمد شامل دي

نوشیروان قلندر

د افغانستان د صلحې د عالي شورا یو غړي اسماعیل قاسم یار په اسلام اباد کې د قطر دوحه دسیاسي دفتر د طالب استازو اسلام اباد په تگ اندیښنې ښودلې دي او وېلي یې دي په دې خبره حیران دي چې د ملگرو ملتونو په تور نوم لړ یا فهرست کې د دغه تنانو د نومونو د موجودگۍ باوجود څنگه دوي د اسلام اباد سفر کړې دی؟ ښاغلي اسماعیل قاسم یار دا خبرې د ډیوه په خپرونه هیلو وي او کې کوربه نوشېروان قلندر ته کړي دي

خبري ادارې اى پي په خپل يو راپورکې ديو لوړپوړي طالب مشر اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیل وال او يو پاکستاني چارواکي له خلې تائيد کړی چې روانه اونۍ دريوو لوړپوړو افغان طالب مشرانو دپاکستان سفر کړى دی او اسلام اباد کې يې پاکستاني چارواکو سره ليدنې کړي دي. خو دوزیراعظم نوازشریف د خارجه چارو صلاکار سرتاج عزیز یوې دستورې ته د وینا په وخت دا خبرونه رد کړې دي چې گنې افغان طالب مشرانو دا سلام اباد سفر کړې دی او د صلحې لړ کې ېی د پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړی دي.

دطالبانو ديو لوړپوړي مشر ترمخه کوم طالبان چې پاکستان ته ليږل شوي په هغوي کې مُلا سلام حنفي او ملا جان محمد شامل دي او دا دواړه مشران دطالبانو دواکمنۍ په دور کې وزيران پاتې شوي وو. دطالبانو پلاوي کې دسعودي عرب او پاکستان لپاره د طالبانو د وخت پخوانى سفير مولوي شهاب الدين دلاور هم شامل دى.

د صلحې عالي شورا غړي وېلي دي مونږ غواړو د صلحې په لړ کې دې بین الا فغاني خبرو ته پام اوکړی شي او بل کوم هیواد که چرې غواړي چې په دې کې خپل رول اولوبوي نو باید د افغانانو په لار ښونه د صلحې عمل په وړاندې بوځي.

اسماعیل قاسم یار زیاته کړه اسلام اباد د امریکا ، چین ، افغانستان او پاکستان په څلور اړخیزه غونډو کې خپلو هغه ژمنو پوره کولو کې ناکامه شوې دی چې وېلې ېی وو دافغان حکومت مخا لفین به خبرو ته کېنوي.

قاسم یار دا هم وېلي دي دوحه کې د افغانستان د استخباراتي ادارې چارواکو سره د افغان طالبانو د مشرانو ملاقاتونو سره د عالي شورا هيڅ تعلق نیشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG