ملګري ملتونه وايي دليبيا دساحلي سيمو سره نزدې دکشتو دوبيدو له امله دوؤ بيلا بيلو پېښو کې ٢٣٩ مهاجرين مړه شوي يا ورک شوي او ګڼ شمير نور بچ کړى شوي دي.
دکډوالو نړيوالې ادارې وينا ده چې دامدادي کارکوونکو سيمې ته درسيدو څخه دمخه زياترو کسانو ساه ورکړې.
دمهاجرينو دادارې وياند کارلوټا سامي ويلي دي ژوندو بچ شوو کې چې کوم کسان دزيارت په ورځ اټلي ته رسيدلي، دهغوي ترمخه اټلي څخه روانه شوې يوه کشتۍ کې دسلو څخه زيات کسان سواره وؤ او دروانيدو څخه څو ګينټې وروستو واؤښته.
امدادي ډلو دوه زنانه سمندر کې دلامبو وهلو په مهال موندلې وهې، دغو زنانه ؤ ويلي دي هغوي په يوه بله کشتۍ کې ناستې وې چې پکې خواوشا ١٢٠ کسان موجود وؤ.
ډوبو شوو کشتو کې دسورو زياترو خلکو لړ کې ګمان کيږي چې دهغوي تعلق سب صحاره يا لويديزې افريقا سره ؤ.
خبري ادارې رويټرز ويلي دي امدادي ډلو ته ددولسو کسانو مړي ترلاسه شوي چې پکې درې ماشومان هم شامل دي.
ددغه حادثې څخه وروستو ٢٠١٦م کې تر دې مهاله بحيره روم کې دډوبو شوو مهاجرينو او پناه اخستونکو شميره ٤٢٢٠ؤ ته رسيدلې ده،سږکال دخطرې څخه ډک دغه سفر کې ٣٧٧٧ کسانو ژوند بايللى.