طالب جنګيالو دافغانستان شمالي ښار مزار شريف کې په موقعيت لرونکې جرمن قونصل خانه بريد کړى، افغان چارواکو دجمعې په سحر ويلي دي دبريد څخه وروستو سخته نښته شوې ده.
کابل کې افغان حکومت او برلن کې جرمن چارواکو هم په قونصل خانه دبريد پخلى کړى خو هغوي دمرګ ژوبلې په اړه دڅه ويلو څخه انکار کړى.
دمزاشريف يو طبيب ويلي بريد کې ژوبل شوي خواوشا درې درځنه کسان دهغوي روغتون ته وروړل شوي چې پکې دوؤ ساه ورکړې ده.
افغان خبري ادارې پژواک دپوليسو په اړه ويلي دي مزار شريف کې په جرمن قونصل خانه شوي بريد کې څلور کسان وژل شوي او ١١٥ نور ژوبل شوي دي.
دشپې په وخت دطالب جنګيالو لخوا دترسره شوي دغه بريد په مهال لمړى دقونصل خانې څخه بهر يو ټرک کې نصب کړى شوى پم چاوديدلى چې له امله يې نزدې ودانو ته زيان رسيدلى او دسفارتي احاطې څخه بهر دامنيت لپاره جوړ خنډان سوزيدلي او تباه شويدي.
دچارواکو وينا ده چې وروستو ګڼو وسله والو ځانمرګي جنګيالو په جرمن قونصل خانه بريد وکړو.
سيمه ييزو پوليسو يو مشر کمال سادات فرانسيسي خبري ادارې ته ويلي دي يو ځانمرګي دبارودي موادو څخه ډک ګاډى دقونصل خانې ديوال سره ټکر کړى،دمزار شريف يو بل چارواکي او دبلخ دپوليسو دمشر وياند ويلي دي ډزې روانې دي.
طالبانو ويلي دي دهغوي دغه بريد روانه مياشت کې ګاونډي کندوز ولايت کې ديو هوايي بريد انتقام ؤ، جنګيالو ويلي دي دامريکايي جنګي الوتکو بريد کې ٣٢ ولسي وګړي وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.
ددغه بريد څخه وروستو کندوز کې مظاهرې هم شوې وې،اغيزمنو شوو کورنو بريد کې دوژل شوو کسانو مړي کوڅو کې دټرکونو ديو پيريډ په شکل کې ښودلي وؤ.
امريکايي چارواکي ددغه هوايي بريد دصورتحال پلټنې کوي خو هغوي ويلي دي زياته ممکنه ده چې دغه بريد دامريکايي جنګي الوتکو لخوا ترسره شوى وي، دغه هوايي بريد وروستو له هغې ترسره شوى چې و چې دطالبانو په يو بريد کې دغلته دوه امريکايي او درې دافغان ځانګړو ځواکونو عسکر وژل شوي وؤ.
جرمن حکومت پخپله قونصل خانه دبريد په اړه دمعلوماتو را جمع کولو لپاره سحر وختي يوه بيړنۍ غونډه راغوښتې، جرمني افغانستان کې 983 عسکر لري چې پکې زياتره په بلخ ولايت کې دي ، دکوم سرښار چې مزار شريف دى.
افغانستان کې دطالبانو يو وياند ويلي دي په درنو وسلو سمبالو طالب ځانمرګيانو ديو ټرک دچاودنې څخه وروستو په جرمن قونصل خانه بريد وکړو، دغه بريد ديوولسو بجو څخه وروستو شوى.