لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د نظریاتې نه زیات عملي سړی دی، اوباما


د صدر اوباما د نوي ټاکل شوي صدر ډونلډټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې لیده کاته هم شوي دي.
د صدر اوباما د نوي ټاکل شوي صدر ډونلډټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې لیده کاته هم شوي دي.

د امریکا صدر باراک اوباما ویلي ضروري نه ده چې ښه غږ دې تل د غوره پالیسۍ سبب شي، نوموړي ویلي سپينې ماڼۍ ته د راتلو وروستو به ټاکل شوی صدر ډونلډټرمپ په سمدستي ډول د رښتیاؤ سره مخامخ شي.

هغه ویلي، ((انتخابي کمپاین کې کړې خبرې او واکمني دوه بيل څيزونه دي)) د اوباما په وینا (( رايې ورکؤنکو خپله فېصله اورولې ده، ټرمپ به راتلونکی صدر وي)).

تېره اوونۍ صدارتي انتخاباتو کې د هېلري کلنټن د ماتې خوړو وروستو اوباما د ګل/دوشنبې په ورځ سپينه ماڼۍ کې په وړومبي ځل خبري غونډې ته وینا کړې ده.

د صدر اوباما د نوي ټاکل شوي صدر ډونلډټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې لیده کاته هم شوي دي.

نوموړي ویلي هغه ګڼي چې راتلونکی صدر دومره نظریاتي نه دی څومره چې يې خلک په اړه خیال کوي، او دا چې هغه به یو عملي مشر وي تر څو پورې چې هغه سره ښه خلک وي)).

اوباما ویلي هغه به ملک په غوره حالت کې پرېږدي (( چې هغه په کال ۲۰۰۹م کې واک سمبال کړی ملک د بدو حالاتو سره مخ ؤ))، د نوموړي په وینا(( د ټرمپ سره به وخت وي چې د هوښیارتوب فېصلې وکړي او هغه به د خپل مزاج ځينې اړخونه بدلول وي)).

نوموړي ویلي کوم خلک چې د ټرمپ مخالفت کوي هغوی دې دا خبره په ذهن کې وساتي چې جمهوریت هم داسې وي، نوموړي په خلکو غږ کړی چې ټرمپ خپلو فېصلو ته پرېږدي. هغه ویلي امریکايان ښه خبرې ستايي.

ولې اوباما ویلي چې ټرمپ انتخابات وګټل چې پکې ۵۵فیصده رايې کارول شوي دي ټرمپ زیات ووټونه نه دي اخستي خو الېکټورل کالج ووټونه يې ګټلي دي او دا خبره د دې یادګېرنه کوي چې د انتخاباتو نه فرق پرېوؤځي او ووټونه شمارل کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG