لاس رسیدونکی لینک

 
شام : حلب کې هوايي بريدونه دوامداره،٣٢ ولسي وګړي وژل شوي
تازه خبر

شام : حلب کې هوايي بريدونه دوامداره،٣٢ ولسي وګړي وژل شوي


 بمبارۍ کې دوه روغتونونه، يوه وداني او دښار ختيزو سيمو کې نورې ودانۍ په نخښه کړى شوي دي.
بمبارۍ کې دوه روغتونونه، يوه وداني او دښار ختيزو سيمو کې نورې ودانۍ په نخښه کړى شوي دي.

په داسې حال کې چې دشام دحکومت دجنګي الوتکو په دوهمه ورځ هم دياغيانو تر ولکې لاندې سيمو کې بريدونه کړي، دتير يو شواروز په مهال حلب کې لږ ترلږه ٣٢ ولسي وګړي وژل شوي.

بمبارۍ کې دوه روغتونونه، يوه وداني او دښار ختيزو سيمو کې نورې ودانۍ په نخښه کړى شوي دي.

روس تيره ورځ ويلي وو ادلب او حمص سيمو کې يې تندلاري په نخښه کړي، امريکا او ملګرو ملتونو ددغو بريدونو پسر په روس نيوکې کړې وې.

برطانيه کې دقايمې بشري حقونو په وضعيت نظرساتونکې ډلې وينا ده چې وژل شوو دوه ديرشو کسانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

يوې صحي ډلې انډيپنډنټ ډاکټرز ايسوسي ايشن خبر ورکړى چې دبيرل بمونو له لارې شوي دغه بريد کې دماشومانو يو روغتون او دختيځ حلب يواځينى بلدبينک ړنګ شوي.

دروس ددفاع وزارت وايي دشمالي ادلب په هدفونو داوږدې فاصلې دکروز ميزايل څخه بريدونه شوي.

ددفاع دوزارت وينا ده چې ددغو بريدونو هدف داعش او نور تندلاري دي، دوزارت يو وياند، اګور،کوناشنکوف ميډيا کې دراغلو هاغو اطلاعاتو ترديد کړى چې پکې تور لګول شوى دروسي الوتکو بريدونو کې دحلب يو روغتون هم په نخښه کړى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG