لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: چاؤدنو کې پینځه تنه وژل شوي، ۲۷ ژوبل


جلال اباد کې په وروستیو کې دغه ډول پېښې نه کېدې ولې په وروستیو کې يې زیاتوالي په خلکو کې ویر سېوا کړې ده.
جلال اباد کې په وروستیو کې دغه ډول پېښې نه کېدې ولې په وروستیو کې يې زیاتوالي په خلکو کې ویر سېوا کړې ده.

د افغانستان ختیځې صوبې ننګرهار په جلال اباد ښار کې په درېو چاؤدنو کې لږترلږه پينځه تنه ژوبل او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا د جمعې په ورځ شوؤ چاؤدنو کې په وژل شوو کسانو کې د پولیس یو افسر هم شامل دی.

د ننګرهار د ګورنر ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي یوه چاؤدنه وړومبۍ او دوه نورې په داسې وخت کې شوي چې د یوې چاؤدنې ژوبل کسان روغتون ته وړل کېده او په دغه مهال شوې چاؤدنې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان صدر محمد اشرف غني د جلال اباد ښار د ترهګر برید په اړه ویلي چې "د افغانستان دښمنان په دې وروستیو کې د وېرې خورولو او د خلکو د ژوند د امن فضا د ګډوډولو لپاره له هرې وسیلې څخه ګټه اخلي".

اشرف غني د دغو ترهګرو پېښو د سخت غندلو په ترڅ کې ویلي، د افغانستان دښمنان هیڅ وخت نشي کولای، په دغسې وحشیانه او ترهګرو بریدونو سره د افغانستان د خلکو ارادې ماتې کړي.

د ننګرهار د ګورنر ویاند پخلی کړی چې په درې واړو چاودنو کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي. خوږیاڼي ویلي مائینونه د سړک غاړې ته ښخ کړی شوي وو.

د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې ماین چاودنې د داعش وسله والو کړي او حکومتي سرتېرو ددغې ډلې هغه کس یې نیولی چې د چاودنو په وخت یې د پېښې ویډیو کوله.

د ګورنر ویاند عطاء الله خوږیاڼي وایس اف امریکا ته ویلي: " د ماینونو ځای پر ځای کونکی داعش وسله وال دی او په داسې یو وخت کې نیول شوی دی چې د بریدونو پر وخت یې ویډیو کوله، پخپله دغه کس هم په خپل جرم اعتراف کړی دی".

که څه هم په جلال اباد کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د سرک غاړې د ماینونه چاودنې نه کېږي، خو دغلته په یوه ورځ د دریو پرله پسې چاودنه کېدل د ډېرو لپاره د اندېښنې وړ مسله ګڼلی کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG