لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش افغانستان کې خپلې مدرسې غزوي،راپور


 دچارواکو وينا ده چې دا مهال داعش ددغه ولايت څلورو ولسواليو کې لږ ترلږه ٢٥ مدرسې چلوي چرته چې ماشومانو ته عسکري نظريه زده کولى شي او ورته ويل کيږي چې هغوي به دځانمرګي بريدونو تياري څنګه کوي.
دچارواکو وينا ده چې دا مهال داعش ددغه ولايت څلورو ولسواليو کې لږ ترلږه ٢٥ مدرسې چلوي چرته چې ماشومانو ته عسکري نظريه زده کولى شي او ورته ويل کيږي چې هغوي به دځانمرګي بريدونو تياري څنګه کوي.

دافغانستان ختيځ ولايت ننګرهار کې دچارواکو وينا ده چې تندروه ډله داعش سيمه کې په ماشومانو دخپل مستقل اثر پريښودو لپاره دخپلو مدرسو او سکولونو نيټ ورک کې اضافه کوي.

دچارواکو وينا ده چې دا مهال داعش ددغه ولايت څلورو ولسواليو کې لږ ترلږه ٢٥ مدرسې چلوي چرته چې ماشومانو ته عسکري نظريه زده کولى شي او ورته ويل کيږي چې هغوي به دځانمرګي بريدونو تياري څنګه کوي.

دننګرهار ولايت دمذهبي چارو مشر عبدالظهير حقاني امريکا غږ ته ويلي دي کومې مدرسې چې مقامي خلکو جوړې کړې وې هغه اوس دداعش تندلاري کاروي، هغوي دغه سکولونه دپوځي مرکزونو په توګه کاروي چرته چې هغوي تندلاريتوب ښايي، پوځي تربيې ترسره کوي او دخپلو هلو ځلو منصوبه بندي کوي.

دچارواکو وينا ده چې دداعش سکولونو کې دمقامي خلکو ماشومان هم زده کړې کوي.

دمقامي خلکو وينا ده چې هغوي دداعش دزده کړو په طريقه کار اعتراض لري او په حکومت يې غږ کړى چې ددې پلټنې دې وکړي.

دولايتي چارواکو وينا ده چې هغوي دغو سکولونو څخه دداعش ويستلو لپاره دعملياتو تياري کوي.

دسيمه ييز حکومت وياند عطاء الله خوګياڼي امريکا غږ ته ويلي دي تعليمي ادارو ته دزيان رسولو پرته دغو سکولونو څخه دداعش دويستلو هڅه کوي.

دسيمه ييزو خلکو وينا ده چې داعش جوماتونه هم دپوځي مرکزونو په توګه کاروي او هغوي دننګرهار بيلا بيلو ولسواليو کې لږ ترلږه شپيتوو جوماتونو کې دپوځي تربيې مرکزونه جوړ کړيدي، په لسګونو داسې امامان دداعش جنګيالو وژلي چې دهغوي دنظريې په ضد خبره کوي.

دتجزيه کارو وينا ده چې دداعش لخوا ماشومانو ته دتربيې ورکولو اغيزې به په يو داسې هيواد کې تر زياته وخته محسوسولى شي چې داوږدې مودې څخه دتندلاريتوب سره مخ پاتې شويدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG