په نړیواله مجله "ټائم" کې لوستونکو د کال د مخوریز شخصیت دپاره په انټرنېټ یا آن لائن شوې سروی کې د هند وزیراعظم نریندرا مودي د کال ۲۰۱۶م با اثره شخصیت ګرځولی دی.
په آن لائن ترسره شوؤ رایو کې د هند د وزیراعظم سیالان د امریکا صدر باراک اوباما، د امریکا نوی منتخب شوی صدر ډونلډټرمپ، د روس صدر ولاديمیر پيوټن او څو نور نړیوال مشران وو.
"ټائم" په کال ۲۰۱۶م کې تر ټولو سېوا بااثره شخصیت دپاره آن لائن سروی کړې، او په دغه سروی کې د یادو سیاستوالو، هنرمندانو او حکومتي مشرانو نومونه اچول شوي وو.
خلکو ته د رایې ورکولو دپاره د اتوار تر نیمې شپې پورې وخت ورکړی شوی ؤ، د ګل/دوشنبې په ورځ مخې ته راغلو نتیجو ترمخه د هند وزیراعظم نریندرا مودي ته په اچول شوؤ رایو کې ۱۸ فیصده مېلاؤ شوي او هغه تر ټولو مخکې ؤ.
په دغه زغل کې د هند د وزیراعظم نه پس د امریکا صدر باراک اوباما، نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ او د وکي لیکس باني جولین اسانج په دویم نمبر راغلي او اووه، اووه فیصده رايې يې اخستي دي.
سروی کې د ټولنیزو اړیکو یادې پاڼې فېس بک باني مارک زګربرګ ته دوه فیصده او څلور فیصده رایې هېلري کلنټن ته مېلاؤ شوي دي.
د ټائم لخوا به د کال د غوره شخصیت انتخاب روانه اوونۍ د مجلې مدیران کوي.
"ټائم" مجله هر کال د نړۍ د داسې بااثره شخصیت انتخاب کوي چا چې د خپلو ښو یا بدو له سببه ټول کال نړۍ متاثره کړي وي. مجله دا هم ګوري چې په انټرنېټ باندې د دغو مشرانو اثرات څه وي او د هغې دپاره د مجلې د لوستونکو نه آن لائن رايې غوښتلی شي.
د مجلې ترمخه د لوستونکو د آن لائن سروی نه دا هم مالومه شي چې روان کال څوک په رسنیو کې یاد وو او چا په انټرنېټ څومره خلک متاثره کړي دي.
په ټولنیزو پاڼو فعال نریندرا مودي د "ټائم" دغه آن لائن سروی په دویم ځل ګټي. له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې هم هغه په دغه سروی کې برخه اخستونکو ۵۰ کسانو کې د ۱۶ فیصده نه زیاتې رايې اخستې وې.
ولې په وروستیو کې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپو د نوټونو د ځنډولو نه پس نریندرا مودي باندې په هند کې سخت ټکونه شوي دي.
د نوټونو د ځنډؤنکو د پلویانو وینا ده چې د دې په پایله کې به د ملکې معیشیت نه توره دنده، فساد او د جعلې نوټونو خاتمه وشي او مخالفت کوؤنکي يې وایي چې د دې پرېکړې نه د نغدو روپو په بنیاد چلېدونکي کاروبارونه سخت اغېزمن شوي دي.