د افغانستان صدر اشرف غني یو ځل بیا د دولت وسله وال مخالفین د سولې بېن الافغاني خبرو ته بللي دي.
افغان صدر اشرف غني د ارګ په صدارتي ماڼۍ کې د پېغمبر اسلام حضرت محمد (ص) د زېږون د ورځې نمانځلو په مناسبت راجوړې دستورې ته په وینا کې په مخالفینو وسله والو د سولې خبرو ته د راتلو غږ کړی دی.
ارګ کې راجوړه غونډه کې دولتي چارواکو او دیني عالمانو ګډون درلود.
د صدارتي ماڼۍ څخه جاري شوې خبر پاڼې ترمخه صدر اشرف غني ویلي ((زه په دې مبارکه ورځ یو ځل بیا ټول مخالفان بین الافغاني مذاکراتو ته رابولم او دا ورته وایم چې خپل خیر یې، د ملت خیر او د مسلمانانو خیر په دې کې نه دی چې وطنونه مو کنډواله شي او خلک مو در په دره او نورو ته محتاج پاتې شي، بلکې برعکس ، زموږ ټولو خېر د رسول الله مبارک د لارې یعنې د سولې، د رحم او د اخوت د لارې په پیروي کې دی)).
ښاغلي اشرف غني ویلي د پېغمبر اسلام (ص) په پېروۍ دښمني او کرکه بده ګڼو، په روغه او جوړه کې خېر وینو.
افغان صدر ویلي امریکايي پوهنتون کې يې د استازۍ د دندې نه وړاندې پاکستاني مدرسو کې د پېغمبر اسلام (ص) په اړه زدکړې کړي دي.
نوموړي په دیني عالمانو غږ کړی چې د پېغبر (ص) د ارشاداتو په رڼا کې په جګړو بوخت خلکو ته نصیحت وکړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم د میلاد شریف په مناسبت د دولت د مخالفینو وسله والو څخه د جګړې نه د لاس او د سولې خبرو ته د راتلو غوښتنه کړې ده.
افغان صدر اشرف غني له دې وړاندې هم څو ځله په وسله والو مخالفینو غږ کړی چې د افغانستان د سولې بهیر ته راشي او په دغه اړوند يې دیني عالمانو ته هم د کردار ادا کولو ویلي دي.
د افغانستان په صدارتي ماڼۍ ارګ کې نزدې ۵۰ کاله وروستو د پېغمبراسلام (ص) د زوکړې ورځ ونمانځل شوه. افغانستان کې هر کال د میلاد په ورځ عمومي رخصتي وي.
پاکستان کې سبا د ګل په ورځ د پېغمبراسلام (ص) د زوکړې ورځ نمانځل کيږي.