دشام په دوهم لويې ښار حلب کې حکومتي ځواکونه بشپړ واک ترلاسه کولو ته نزدې دي.
په عين حال کې دريډکراس نړيوالې کميټې(ايي سي ار سي) حلب کې په فريقينو زور راوړى چې ترڅومره حده ممکن وي د ولسي وګړو دځان ومال تحفظ دې باوري کړي.
دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې شامي پوځ دحلب دخواوشا ٩٩ فيصده سيمې واک ترلاسه کړى چې ورسره په ښار دياغيانو دخواوشا څلورو کلونو راهسې روان کنټرول ختميدو ته نزدې شوى دى.
داي سي ار سي لخوا ويل شوي دبشري بحران او نورې مرګ ژوبلې څخه په هاغه صورت کې ډده کيدى شي چې دجګړې او انسانيت په بنيادي اصولو عمل درامد وکړى شي.
حلب کې به دجنګيدونکو حکومتي ځواکونو کنټرول هيواد کې دروانې خانه جنګۍ په مهال د شامي صدر بشارالاسد ترټولو لويه کاميابي وي.
دحلب مينځ کې دخپلې مضبوطې ځالې څخه دياغيانو دشاتګ څخه وروستو حکومتي ځواکونه په تُندۍ سره پرمختګ کوي خو اوس هم په ځينو خواوشا سيمو کې دياغيانو لخوا حکومتي ځواکونه مزاحمت سره مخ دي.
دشامي ميډيا ترمخه دحکومتي ځواکونو حلب کې په کنټرول ترلاسه کولو سيمه ييز خلک خوشحالي نمانځي.
په ډاګه دې وي چې دخانه جنګۍ په مهال ياغيانو ٢٠١٢م کې دشام په دوهم لويې ښار حلب قبضه کړې وه، شام کې دخانه جنګۍ له امله دوه لکه کسان وژل شوي او دملکي ابادۍ يوه لويه برخه يا خو بهر هيوادونو ته تللو مجبوره شوې او يا يې دهيواد دننه کډې کړيدي.