لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي د ناکامه پوځي کودتا وروستو ډېری خبریالان بندي کړي، سي پي جی


په ګرده نړۍ  کې بندي خبریالانو باندې په عمومي ډول هم دغه رنګ د ملک دښمنۍ تورونه لګول کيږي.
په ګرده نړۍ  کې بندي خبریالانو باندې په عمومي ډول هم دغه رنګ د ملک دښمنۍ تورونه لګول کيږي.

په ترُکي کې لږترلږه ۸۱ خبریالان بندي دي. د خبریالانو د ژغورنې کمیټۍ (سي پي جی) په یو راپور کې ویلي ترکي کې بند خبریالان د نورې نړۍ نه درې چنده سېوا ده.

د خبریالانو دحقونو د څار ادارې ویلي په کال ۲۰۱۵م کې ترکي کې ۱۹۹ خبریالان بندي وو او په جولائي ۲۰۱۶م کې د ناکامه پوځي کودتا نه وروستو د ترکي حکومت تراوسه پورې ۲۵۹ خبریالان بندي کړي دي.

د سي پي جی لخوا د نهې په ورځ خپور شوي راپور ترمخه ترکي کې په ۸۱ خبریالانو د ملک په ضد هلوځلو کې د ککړتیا تور لګول شوی دی.

د راپور ترمخه په ګرده نړۍ کې بندي خبریالانو باندې په عمومي ډول هم دغه رنګ د ملک دښمنۍ تورونه لګول کيږي.

د جولائۍ د میاشتې د ناکامه پوځي کودتا وروستو د ترکي صدر رجب طیب اردوان د خبریالانو، تعلیمي کارپوهانو، پوځ او دولتي چارواکو په ضد د سختو عملیاتو کولو اعلان کړی دی.

د ترکي حکومت د پوځي کودتا د لارې نیولو دپاره تراوسه پورې په ملک کې د یو لاک نه زیات کسان د دندو نه لرې کړي دي.

بل لورته په کودتا کې د ککړتوب په تور ۳۵۰۰۰ پوځي چارواکي او سیاستوال هم نیول شوي دي.

د راپور ترمخه د بندي خبریالانو په نوملړ کې د ترکي وروستو د چين او مصر هېوادونه دي، په چین کې ۳۸ او مصر کې ۲۵ خبریالان بندي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG