لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما وايي امريکايي ټولټاکنو کې د مداخلت کوونکو په ضد به ګام اخستل کيږي


 هغه ويلي دي” دې کې به ځينې( ګامونه) واضحه وي او ددې لړ کې به ويلى شي، خو ځينې به داسې نه وي“
هغه ويلي دي” دې کې به ځينې( ګامونه) واضحه وي او ددې لړ کې به ويلى شي، خو ځينې به داسې نه وي“

دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي امريکا به دروس يا کوم بل هاغه بهرني حکومت په ضد ګامونه اخلي چې امريکايي ټولټاکنو کې يې دمداخلت هڅه کړې.

بلخوا روس دامريکا لخوا صدارتي ټولټاکنو کې دروس دککړتيا دتور په ردعمل کې ويلي دي امريکا دې دروسي هيکنګ ثبوت مخې ته راوړي او يا دې خاموشه شي.

دروسي صدر ولاديميرپوتن وياند ويلي دي امريکا ته خو يا دا خبره ختمول پکار دي او يا دې ثبوت وړاندې کړي.

دامريکا نيشنل پبلک ريډيو سره يوه مرکه کې ولسمشر براک اوباما وويل زما په خيال دې کې کوم شک نشته چې کله يو بهرنى حکومت زمونږ دټولټاکنو په سالميت داثرانداز کيدو هڅه کوي، نو مونږ ته به کارروايي کول وي، او مونږ به يې کوؤ

نيشنل پبلک ريډيو به دولسمشر براک اوباما دغه مرکه دجمعې په ورځ خپروي.

هغه ويلي دي دې کې به ځينې( ګامونه) واضحه وي او ددې لړ کې به ويلى شي، خو ځينې به داسې نه وي

دامريکا خفيه اداره سي ايي اى دې نتيجې ته رسيدلې چې روسي هيکرانو دډيموکريټک پارټۍ کمپيوټرو پورې رسد ترلاسه کړى ترڅو دهيلري کلنټن دمهم په اړه ممکنه پريشانه کوونکي اي ميلونه عام کړى شي چې ظاهري مقصد يې تيره مياشت ټولټاکنو دريپبلکن ډونلډ ټرمپ مرسته کول وؤ.

دسپينې ماڼۍ دلوړپوړو چارواکو وينا ده دغسې دولسمشر ولاديمير پوتن دککړتيا يا دهغه دنيغ په نيغه علم څخه پرته نه شي کيدى،ماسکو دغه تور خندنى ګرځولى.

اوباما اين پي ار ته ويلي دامريکا استخباراتي ادارو کې( ددې معاملې) په پوره ډول جاج اخستلى شي او هغه دې لړ کې دغوڅ راپور انتظار کوي چې دې کې څوک ککړ وؤ او هغوي دغسې ولې کړي وؤ.

بل لوري ته ټرمپ پخپل ټويټر بيان کې پوښتنه راولاړه کړې چې که چرې روسي يا بلې کومې ادارې هيکنګ کولو نو بيا سپينې ماڼۍ په دې کارروايۍ کولو لپاره دومره انتظار ولې کړى؟ هغه دې لړ کې هاغه وخت ولې شکايت کوي چې هيلري کلنټن دماتې سره مخ شوه؟

اوباما وويل هغه دټرمپ په دې روس نوازه دريځ او دهغه په دې خبره حيران پاتې شي چې روس دډيموکريټک ګوند کمپيوټر نه دى هيک کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG