د افغانستان ځايي چارواکو ویلي نن د خالي په سحر د کندهار د هوايي ډګر د عملې په ګاډي د نامالومو وسله والو په برید کې پينځه ښځينه کارکونکې او د هغوي ډرائیور وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا برید سحر وختي په شپږ بجې د ښار په مرکزي سیمه کې رامنځته شوی دی.
د کندهار د ګورنر ویاند صمیم خپلواک امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي په دغو مېرمنو هغه مهال ډزې شوي چې دوي د کندهار هوايي ډګر ته په ګاډي کې روانې وې.
خپلواک پېښه کې د ښځينه کارکونکو او ډرائیور د وژنې پخلی کړی دی.
د نوموړي په وینا برید کونکي دوه تنه ؤ او د ډزو وروستو د موقعې څخه تښتېدلي دي او د نیولو دپاره يې هڅې روانې دي.
چارواکو ویلي وژل شوؤ ښځینه کارکونکو په هوایي ډګر باندې د ښځينه مسافرو د تلاشۍ دنده ترسره کوله.
د دغه برید زمه واري لا چا نه ده منلې.
افغان صدر اشرف غني دا برید د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو عمل ګنلی دی. نوموړي دغه برید غندلی او ویلي يې دي چې د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د ښځو وژل په هیڅ یو مذهب او قانون کې جواز نه لري.
اشرف غني اړونده امنیتي ادارو ته په برید کې د ککړو کسانو نیولو او قانون منګولو ته راوستو امر کړی دی.
کندهار کې له دې وړاندې هم تېر کال دوه ځله په ښځو وژونکي وسله وال بریدونه شوي دي.